روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حسینه ساپۍ :د هېواد دغوره دودونو په ساتنه او د فرهنګ په وده کې باید کارنده ونډه واخلو

دموزیمونو نړیواله ورځ پرون داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له خوا په کابل کې ونمانځل شوه .

په همدې مناسبت داطلاعاتواوفرهنګ وزارت د مسوولینو ، دولتی چارواکو او دبهرنیو میلمنو په شتون په ملی موزیم کې یوه غونډه جوړه شوه .

په دې غونډه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ ددې تر څنګ چې دموزیمونو دنړیوالې ورځې له امله یې ټولو هېوادوالو ته مبارکی وویله څرګنده کړه چې دموزیمونو دنړیوالې ورځې دنمانځنې موخه داده چې وکولاى شو دهېواد دغوره دودونو په ساتنه اودفرهنګ په وده کې کارنده ونډه واخلو  اودغه راز دهېواد تاریخ اوهویت نوی نسل ته منعکس کړو.

حسینې ساپۍ دهېواد دفرهنګ ودې ته دملی وحدت دحکومت دپاملرنې یادونه وکړه او د کورنیو چارو او دملی دفاع له وزارتونو ، دملی امنیت له لوى ریاست اودبهرنیو چارو وزارت له فرهنګی ریاست څخه یې ملی موزیم ته دهېواد دتاریخی اثارو دراګرځولو په خاطر مننه وکړه.

داطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرستې وویل چې دملی موزیم له پروګرامونو څخه یو دادى چې دمقررې له مخې ټول خصوصی موزیمونه دملی موزیم تر اغیزې لاندې باید ثبت شی  او فعالیت وکړی.

دغه راز حسینې ساپۍ دمالیې له وزارت څخه مننه وکړه او ویې ویل چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په وړاندیز او دهېواد دجمهور رییس له حکم سره سم دمالیې وزارت دصکوکو مطبعې د سکې دضرب ماشین الات چې تاریخی لرغونتیا اوهویت لری او اوس له فعالیت څخه پاتې دى، ملی موزیم ته سپارل کېږی.

په دې غونډه کې دملی موزیم رییس محمد فهیم رحیمی هم خبرې وکړې او ویې ویل چې ملی موزیمونه کولاى شی دفرهنګونو ترمنځ دارتباطی پله او په ملی اونړیواله کچه دسولې دتامینوونکی پله په توګه وی.

په کابل کې دیونسکو رییس هم په خپلو خبرو کې وویل چې ملی موزیمونه دهېوادونو دهویت اوفرهنګ څرګندوی دی او دملی موزیم له کارکوونکو څخه یې چې دتاریخی اثارو په ساتنه کې یې هڅه کړې ده، مننه وکړه  دغه راز ددغې غونډې په دوام د کورنیو چارو وزارت د درندو جرمونوپرخلاف دمبارزې رییس په داسې حال کې چې دکورنیو چارو وزارت دپالیسسی او ستراتیژى معینې حسنا جلیل او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معیین پوهاند محمد رسول باوری هم شتون درلود پنځه تاریخی اثار چې د بودا مجسمه ، سکې، تیلی څراغ ( شیطان چراغ ) او مرې وې دملی موزیم رییس ته وسپارل .په همدې ترتیب دمالیې وزارت دصکوکو دمطبعې رییس په امیر عبدالرحمن خان پورې اړوند دسکې دضرب یو ماشین او یو فلزی میز دساتنې په خاطر دملی موزیم رییس ته وسپارل . پوهاند محمد رسول باوری دکورنیو چارو وزارت اودهغو نورو بنسټونو دهمکاریو له امله چې تاریخی اثار یې ملی موزیم ته سپارلی دی ، قدردانی وکړه . او دهېواددتاریخی اثارو ساتنه یې مهم کار وباله .

ددغې غونډې په پاى کې د ( دوره های تاریخی وفرهنګی در ٣٠ اثر ) تر عنوان لاندې دتاریخی اثارو دعکاسی نندارتون داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې په واسطه پرانیستل شو او برخه والو یې ننداره وکړه .

ممکن است شما دوست داشته باشید