د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د یو ایف سی سازمان اتل حبیب نورماګومدوف (نورمحمدوف) ویلی، غواړی په مسکو کې له فلویډ مې وېدر سره ولوبېږی او باوری دى، چې دا مبارزه به یې نړیوال ریکارډ مات کړی.وروسته تر هغه چې نورماګومدوف دغه امریکایی سوک وهونکی ته د لوبېدو بلنه ورکړه، مې وېدر وویل: ((زما نړۍ ته راشه.)) چې څرګنده اشاره یې له مک ګرګور سره وه، چې له حبیب سره یې د سیالۍ غوښتنه کړې وه.اوس ۳۰ کلن نور ماګومدوف وایی: د دې سیالۍ ترسره کولو په اړه د روسیې د سوک وهنې فدراسیون له مشر سره غږېدلی دی:((دوی ډاډمن دى چې سل زره تماشاچیان به راغونډوی))دغه روسی ورزشکار پر خپل انسټاګرام لیکلی ،چې په دې سیالۍ سره به ((د تلوېزیونی خرڅلاو لپاره نړیوال ریکارډ ثبت شی))د سوک وهنې مخکېنی نړیوال اتل فلویډ مې وېدر، چې به پنځو برخو کې اتل اعلام شوى و، تر اوسه ۵۰ سیالۍ ګټلې دی او ماتې یې نه ده خوړلې.هغه په تېره اګسټ میاشت کې بیا سیالیو ته راووت او مک ګرګور ته یې ماتې ورکړه.دا هغه سیالی وه، چې ۴۵۰ میلیون پونډه عاید یې درلود چې ۲۰۱ میلیونه پونډ یې ۴۱ کلن امریکایی ورزشکار ته ورسېدل.