د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
تمه ده چې نن د امریکا منتخب جمهور رییس جوبایډن د خپلې کابینې یو شمېر وزیران اعلام کړی.دا خبره د بایډن ستر سلاکار ران کلین اې بی سی تلوېزیون ته کړې، خو د کاندید وزیرانو نومونه یې نه دی اخیستی.روېټرز خبری اژانس هم د بایډن د ځینو نږدې متحدینو په حواله ویلی، چې ښایی په همدې اوونۍ کې د بهرنیو چارو کاندید وزیر معرفی کړی.وړاندوینې داسې دی ،چې د امریکا د ملی امنیت پخوانۍ سلاکاره سوزان رایس او یو بل با تجربه دیپلومات انتونی بلینکن تر نورو زیات د بهرنیو چارو د وزارت چانس لری.کاندید وزیران باید د سنا باور رایه خپله کړی.