روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جنرال باجوه د ۳ نورو کلونو لپاره د پاکستان د پوځ مشر شو

د پاکستان لومړی وزىر عمران خان د دغه هېواد د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه دنده درېـىو نورو کلونو لپاره وغځوله.د عمران خان دفتر وایی، جنرال باجوه به د ىوې بلې دورې لپاره د پاکستان د پوځ مشر وی او حکومت دا پرېکړه  امنىتی او سىمه ىىز وضعىت ته په پام کړې ده.جنرال باجوه له راحىل شرىف وروسته په ۲۰۱۶ کال کې د درېـىو کلونو لپاره د پاکستان د پوځ مشر شو خو اوس ىې دنده په داسې حال کې غځول کېږی چې وىل کېږی عمران خان د پوځ لخوا واک ته رسول شوى او اوس چې د پاکستان او هند لانجه د کشمىر پر سر توده شوې ، نو د بهانې له مخې ىې دنده ۳ کاله نوره هم غځول شوې ده.شنونکی وایی، دا کار د عمران خان او پوځ تر منځ د ىو ډىل او معاملې له مخې شوى ځکه د پاکستان پوځ د دغه هېواد پر سىاست او اقتصاد بشپړه ولکه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید