د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
جمهور رییس محمد اشرف غنی د کابل پر پوهنتون وسله وال وروستۍ برید غندلی او پرون په ټول هېواد کې ملی ماتم اعلام شوی و
.ښاغلی غنی له دغه برید څو ساعته وروسته په ویدیویی پیغام کې وویل: (( یو ځل بیا وایم زموږ په وطنوالو، جوماتونو، تکیه خانو، علمی، فرهنګی او اکادمیک مرکزونو او عام المنفعه تاسیساتو بریدونه پر انسان برید او بشری جنایت دی.))ولسمشر غنی په خپلو خبرو کې ټېنګار وکړ ،چې د دغه برید غچ به واخلی.ده وویل : (( د افغانستان وحشی دښمن ته وایم، چې بې غچه نه پاتې کېږئ، زموږ د دغو معصومو شهیدانو او اولادونو د سپېڅلیو وینو غچ به خامخا او په څو چنده درنه واخیستل شی. زموږ مېړنی ځواکونه مو هر ځای لټوی او له منځه وړی.))د کورنیو چارو وزارت وایی ،چې په دغه برید کې ۲۲ کسان شهیدان شوی او ۲۲ ژوبل دی.د کابل پولیس وایی، چې په برید کې دری بریدګر دخېل وو، چې ووژل شول. ارګ پرون سه شنبه د شهید کرای شویو کسانو ته د درناوی لپاره په هېواد کې ملی ماتم اعلام کړی و.ولسمشر غنی : (( طالبانو او نورو ټولو تروریستی ډلو)) ته په خطاب کې وویل، چې د هغوی دا ډول بریدونه نه شی کولی چې د (( افغانانو لوړې ارادې)) کمزورې کړی.په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت، مخکنی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر نورو ادارو او اشخاصو دا برید غندلی دی.دا برید داسې مهال کېږی چې یوناما، افغان حکومت او ځینې نورې ادارې وایی، چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوی او ډېر زیان په کې ولسی خلک ګوری.