روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهور رییس غنی په پغمان کې د تارىخی ماڼىو د بىا رغاونې کاری بهىر وکوت

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی په پغمان ولسوالۍ کې د امىر عبدالرحمن خان او د امانی دورې د ماڼىو د بىارغاونې دکاری بهىر د لىدلو ترڅنګ د جهادی رهبر استاد عبدرب الرسول سىاف پوښتنې ته هم ورغى.

جمهوررییس غنی له نږدې څخه د دغو تارىخی ماڼىو د لىدنې پرمهال چې د جمهوری رىاست عملىاتی واحد ىې د بىارغاونې چارې ترسره کوی، له هغوى څخه د مننې ترڅنګ پر وخت او ښه کىفىت د هغو د بىارغاونې چارو د بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

وروسته جمهوررییس غنی د جهادی رهبر استاد سىاف کورته ورغى، د هغه د روغتىایی حالت د پوښتنې او هغه ته د روغتىا او اوږد ژوند د دعا ترڅنګ جمهوررییس غنی او استاد سىاف د هېواد د اوسنی وضعىت او د سولې پروسې په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید