روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهور رییس غنی د شهىد مولوی سمېع الله رىحان له کورنۍ سره غمشرىکی وکړه

جمهوررییس غنی د شهىد مولوی سمىع الله رىحان له کورنۍ سره غمشرىکی وکړهد افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د دوشنبې په ماسپښىن د شهىد مولوی سمىع الله رىحان له کورنۍ سره چې د روژې په مبارکه مىاشت کې د جمعې لمانځه د ادا کولو پرمهال د افغانستان دښمنانو شهىد کړ، ټلېفونی خبرې وکړې.جمهوررییس غنی شهىد مولوی رىحان د هېواد پىاوړى دىنی عالم وباله چې خپل عمر ىې د خلکو خدمت او د دىن تبلىغ ته ځانګړى کړى و. ده د نوموړی له کورنۍ سره د خواخوږۍ او غمشرىکۍ پرمهال، ډاډ ورکړ چې د دې پېښې په اړه
هر اړخىزې څېړنې کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید