د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
جمهور رییس د ټاکنو د امنیت د تامین لپاره پر جدی تدابیرو او په ځانګړو عملیاتو کې پر لازم دقت ټینګار وکړ
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه چې په کې د هېواد د امنیتی او دفاعی بنسټونو مسؤولینو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د شکایتونو کمېسیون رییسانو هم حضور درلود، جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې پرون سهار په ارګ کې ترسره شوه، لومړی امنیتی او دفاعی مسوولینو د رای ورکولو مرکزونو،محلونو، د ټاکنیزو دفترونو د کارکوونکو او رایه ورکوونکو د امنیت د ټینګښت لپاره د جمهوری ریاست د ټاکنو امنیتی پلان وړاندې کړ.
جمهوررییس غنی د یاد پلان تر اورېدو وروسته وویل، د هېواد امنیتی او دفاعی بنسټونه دې په ګډه همکارۍ او لا زیاتې همغږۍ د جمهوری ریاست د ټاکنو بهیر د امنیت ټینګښت لپاره جدی تدابیر ونیسی.
جمهوررییس د ټاکنیزو څارونکو، رسنیو، مدنی ټولنو او د ټاکنو اړوند نورو بنسټونو د امنیت پر تامین ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د جمهوری ریاست د کاندیدانو او انتخاباتی ټیمونو امنیتی غوښتنو ته دې پر وخت رسېدنه وشی.
د هېواد جمهوررییس د امنیتی ګواښونو زیاتېدا ته په اشارې وویل، د هېواد امنیتی او دفاعی بنسټونه دې د خپلو امنیتی پلانونو جوړولو او د برنامو په عملی کولو کې زیات انعطاف په پام ولری.
د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډې په دویمه برخه کې، د هېواد د امنیتی او دفاعی بنسټونو مسوولینو د ملکی تلفاتو دمخینوی لپاره د خپلو اقداماتو او تدابیرو راپورونه غونډې ته وړاندې کړل.
هغوی وویل، د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال طالبانو ته درانه تلفات اړولی دی.
یادو مسوولینو څرګنده کړه، په هر امنیتی رویداد کې چې ملکی وګړو ته زیان رسېدلی وی، د هېواد امنیتی او دفاعی ارګانونه یې په هر اړخیزه توګه ارزوی.
جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د یاد راپور تر اورېدو وروسته امنیتی او دفاعی مسوولینو ته په خطاب کې وویل، چې د عملیاتو پر مهال ډېر محتاطانه عمل او لازم دقت وکړی، ترڅو ملکی وګړو ته زیان ونه رسېږی.