روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی په دوحه کې د قطر له امیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او اقتصادی همکاریو په اړه بحث وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی او ورسره پلاوی ته د قطر امیر شیخ تمیم حمدبن ال ثانی په دیوان امیری کې د ځانګړو مراسمو په لړ کې پرون له غرمې مخکې تود هرکلی ووایه.د دواړو هېوادونو د ملی سرودونو له غږولو، د تشریفاتو قطعې له معاینې او د پلاویو له معرفی کولو وروسته دواړو مشرانو په کتنه کې د افغانستان او قطر د اړیکو د لا پراختیا، اقتصادی همکاریو او سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې. د قطر امیر هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو ګډې هلې ځلې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لامل شی. نوموړی جمهوررییس ته په خطاب کې وویل: تر دې ځایه ستاسو په هلو ځلو ورسېدو او له دې وروسته به هم ستاسو په لارښوونه او رهبرۍ نورو ښو پایلو ته ورسېږو.نوموړی همدارنګه وویل: موږ ته دوه اړخیزې اړیکې او مناسبات ډېر مهم دی او د دې وخت را رسېدلی ، چې دواړه هېوادونه د دوه اړخیزه اړیکو، اقتصادی همکاریو، سوداګرۍ او فرصتونو په اړه بحث او خبرې وکړی او ګډ پلاوی به ورباندې عملاً کار کوی. جمهوررییس غنی د قطر له امیر، حکومت او خلکو څخه د تود هرکلی او مېلمستیا له امله مننه وکړه او وې ویل: موږ چمتو یوو په هغو مسایلو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ زیاتوی کار وکړو او همدارنګه یې په افغانستان کې د اقتصادی فرصتونو په اړه د قطر امیر ته معلومات ورکړل.جمهوررییس وویل: موږ غواړو د خپلو محصولاتو لپاره دلته بازارونه پیدا کړو او همدارنګه د طبیعی ګازو، کانونو، د تجدید وړ برېښنا په برخو کې د پانګونو غوښتونکی یوو. ده زیاته کړه: اوس د منځنۍ آسیا هېوادونو سره موږ ښې اړیکې لرو او په خپلو بندرونو باندې پانګونه کوو.د قطر امیر وویل: خپلو اړوندو مسوولینو ته به دنده وسپاری چې هم په سیاسی او هم د اقتصادی همکاریو په برخو کې له افغان لوری سره ګډ کار وکړی او دواړه هېوادونه به د عملی کار لپاره کاری پلاوی او تخنیکی کمېټې وټاکی. جمهوررییس غنی همدارنګه د قطر امیر شیخ تمیم حمدبن ال ثانی څخه د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د مذاکره کوونکی پلاوی د کوربه توب له امله هم مننه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید