روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی : نوښتګر انسان د حکومت او مدنی ټولنې د تشبث نښلوونکى دى

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې د سولې لپاره د هنر ګالرۍ  په مراسمو کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوی وو، ګډون او وینا وکړه.جمهوررییس نوښتګر انسان د دولت او مدنی ټولنې د تشبث نښلوونکې کړۍ وبلله او له خالد دیانی او زهرا دیانی څخه یې د نوښتګرو په توګه مننه وکړه ،چې د خصوصی سکتور په ساحه کې یې په رضاکارانه مدنی فعالیتونواو دولت کې په فعالې ونډې سره تشبث سره یو ځای کړل .جمهوررییس هیله څرګنده کړه، چې هېڅ افغان ځان په یوې ساحې پورې محدود نه کړی، بلکې څو بعدی فکر وکړی. ده زیاته کړه: تاوتریخوالی موږ احاطه کړو، خو د افغان فکر هېڅ وخت د خشونت تابع  نشو.ده زیاته کړه: نن د فضا د هغه  بدلون لیدو ته راټول شوی یوو ،چې هنر په کې د جنګ او تاوتریخوالی پر وړاندې ولاړ دی او دا پیغام ورکوی، چې جنګ نه، بلکې تلپاتې سوله د حل لاره ده او په دې برخه کې موږ ابتکاری فکر ته اړتیا لرو.د هېواد جمهوررییس وویل: وهل شوې لارې نتیجه نه ورکوی، هغه لاره انتخاب کړئ چې نورو نه ده انتخاب کړې. ابتکاری لاره خطر لری، خو  په عین حال کې یې پایلې په مراتبو زیاتې دی. هیله ده چې ستاسو نسل د سولې په برخه کې نوښتګر نسل و اوسئ.محمداشرف غنی وویل: مسوول وطندارخپله دنده دولت، خصوصی سکتور او مدنی ټولنې ته نه انتقالوی، بلکې ځان مسوول ګڼی او خپل شهروندی حقونه جدی نیسی. د شاهی او دیکتاتوری رژیمونو برعکس د جمهوریت او اساسی قانون مالکیت د خلکو دى او د افغانستان د اسلامی جمهوریت لومړی درجه مالکیت د افغانستان د مسوولو شهروندانو دی.د ملی تدارکاتو ادارې عمومی رییس الهام عمر هوتکی خصوصی سکتور، ملی تدارکاتو او د دوی د کارکوونکو د لاسته راوړنو د ملاتړ له امله د جمهوررییس مننه وکړه. ده وویل: د جمهوررییس په پاملرنه چې له هېواد څخه د جنګ د پاتې شونو او کباړ مخه ونیول شوه، نو له برکته یې څو فابریکې جوړې او داخلی تولیداتو ته ۲۵ سلنه ارزښت ورکول کېږی.  نوموړی د جنګ له پاتې شونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د خالد دیانی د هنر، مهارت او هلو ځلو د ستاینې ترڅنګ په هېواد کې د جنګ له پاتې شونو څخه د سولې او جمهوریت دېوال د جوړولو په ګډون په بهر کې د نوموړی د کړنو او هلو ځلو یادونه وکړه.وروسته د جمهوررییس غنی په ګډون د کابینې غړو، دولتی اراکینو او د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او کورډیپلوماتیک استازو د دلګشاماڼۍ د ساعت برج ترڅنګ د سولې لپاره د هنر ګالرۍ نندارتون ننداره کړ.خالد دیانی او زهرا دیانی د مراسمو ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د جمهوررییس پاملرنې څخه په مننې د خپل هنر، کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل: د جنګ له پاتې شونو څخه د ګټه اخیستنې هنر د لا ځلولو لپاره هلې ځلې کوی او سوله یې یوازینۍ غوښتنه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید