روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی: روانه افغان وژنه غیرانسانی او غیر اسلامی عمل دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې د غزنی ولایت د غونډو په تالار کې د یاد ولایت مشرانو، متنفذینو، علماوو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په جوړه شوې  غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د غزنی والی وحیدالله کلیمزی جمهوررییس او ورسره پلاوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: د زړه له کومې مننه چې تل مو په سختو شرایطو کې د غزنی د ولسونو احوال اخیستی او د دوی ملاتړ مو کړی. ده زیاته کړه: کرونا سره د مبارزې په موخه غزنی ته له شپېته میلیونه ځانګړ شویو افغانیو یې اتلس میلیونه په شفاف ډول لګول شوی دی. 

کلیمزی وویل: د شته ستونزو د حل او انکشافی پروژو د تطبیق لپاره د ولسونو، امنیتی او دفاعی ځواکونو او ټولو ګډه همکاری حتمی ده او د ولسونو په همکارۍ د کرنې د ودې او په نورو برخو کې انکشافی پروژې د تطبیق په حال کې دی. 

ورپسې د غزنی د ولایتی شورا رییس نصیراحمد فقیری، مولوی عبدالباری حقانی، ویس منیب او نویدې بیات د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د سولې په برخه کې د جمهوررییس د هلو ځلو او د سولې مشورتی جرګې پرېکړو ته د درناوی له امله د جمهوررییس قدردانی وکړه. هغوی زیاته کړه: د غزنی ولسونه د خپل نظام او امنیتی او دفاعی ځواکونو ترڅنګ دی او د دښمن له لوری د دوه کاله وړاندې وحشت به بیا تکرار نه شی.

یادو ویناوالو د ناامنۍ، د فساد د مخنیوی، روغتیا، د غزنی د ملکی او نظامی تشکیل د زیاتوالی، د امنیتی او دفاعی ځواکونو د تجهیز، د برېښنا د متوازن وېش، د ولسوالیو د امنیت او لویو لارو د خوندیتوب، بندونو، د پوهنتون د ارتقا، سولې پروسې، غزنی ولایت کې د ولسی جرګې ټاکنو، د هوایی ډګر جوړولو، د ثقافت مرکز د بیارغاونې، د غزنی ښار د ماسټر پلان، د صنعتی پارک، د نجونو د تړلو ښوونځیو او په حکومتولۍ او تصامیمو کې د ښځو د لا زیات حضور په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل. 

د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح له یادو ویناوالو څخه په مننې وویل: د دغې فضا چې خپلې نیوکې او نظریات مو په آزادانه توګه د ملت زعیم سره شریک کړل قدر او باید په لوړ مورال د دغه اسلامی، انسانی او وطنی جوړښت دفاع وکړئ. ده زیاته کړه: موږ له ۲۶ ټولنیزو بنسټونو سره د متقابل درناوی فضا او قانون په چوکاټ کې کار کوو.   

د جمهوررییس لومړی مرستیال د غونډې له ګډونوالو وغوښتل ،چې د خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو، چې د بشری ټولنې او ارزښتونو لپاره جنګېږی قدردانی وکړی. ده زیاته کړه: موږ باید خلک بسیج او په بېلابېلو برخو کې شته ستونزې او بې عدالتۍ ختمې کړو.  موږ د واحد ټیم او ستاسو د خدمتګارانو په توګه تل تاسو اورو.

ده زیاته کړه: له تاسو ټولو مې هیله داده ،چې د نظام د دفاع لپاره بسیج شئ، خلک وهڅوئ او خپلې اصلاحی طرحې له موږ سره شریکې کړئ، زموږ دروازې تل د ولسونواو د دوی د شکایتونو پرمخ پرانیستې دی. 

جمهوررییس غنی دغې غونډې ته د وینا پرمهال وویل: غزنی تل زموږ په فکر، زړه او برنامه کې ځای لری. د غزنی بالاحصار او ویجاړ شوی فرهنګی مرکز به د ملی پراختیا شرکت له لوری بیاورغېږی او نور وړاندیزونه به موامکاناتو ته په پام په برنامو بدل شی. ده زیاته کړه: خلک د جمهوریت غوښتونکی او ملاتړی دی، ځکه له ملی بحث پرته ملت منځته نشی راتلای او ملت ازاد بحث ته اړتیا لری. 

جمهوررییس غنی وویل: د امنیتی او دفاعی ځواکونو هر فرد رضاکار دی او د دوی د مبارزو، اتلولیو، زړورتیا او سرښندنو قدردانی وکړئ، ملاتړ یې وکړئ او په محبت ورسره چلند وکړئ، ځکه د دوی قربانۍپه تاریخ کې بېسارې دی او موږ ټول ورباندې ویاړو.

د هېواد جمهوررییس د علماوو متفقې فتوا څخه په مننې وویل: د دوی د فتوا پر اساس مو دوه کاله وړاندې اوربند وکړ او نړۍ ته مو ثابته کړه، چې د سولې امکان شته. ده زیاته کړه: په هېواد کې روانه افغان وژنه غیرانسانی او غیر اسلامی عمل دی او د ودرولو لپاره یې باید د اوربند غږ پورته شی. 

جمهوررییس څرګنده کړه، سوله الهی امر دی او موږ  ورته ژمن یوو او غواړو چې وینه بهېدل بند شی. د سولې په اړه وروستی تصمیم به افغان ولس نیسی، له سولې څخه مو موخه په پراخه غېږ کې د ټولو افغانانو را یوځای کېدل دی. ده زیاته کړه: د سولې پروسې د پرمختګ لپاره باید د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د زندانیانو برخلیک روښانه شی، دا شرط نه، بلکې مسوولیت دی. 

جمهوررییس غنی وویل: که پر خپل وخت د اندړو ولسی پاڅون ملاتړ شوی وای، نو اوس به ټول افغانستان له امنیتی پلوه بل وضعیت درلود. ده زیاته کړه: د ملی دسترخوان پروګرام له لارې به په راتلونکی کې په دوه پړاوونو کې ۹۰ سلنه مستحقو او بې وزله هېوادوالو ته رسیدګی وشی.  

محمداشرف غنی کرونا وبا ته په اشارې وویل: موږ له لومړی سره کرونا جدی وګڼله، په پنځو پړاوونو مو ووېشله او له خلکو سره مو کار او د کرونا پر وړاندې مبارزه وکړه. خلکو ډوډۍ غوښته او د دې لپاره مو د لومړی ځل لپاره وچه ډوډۍ ووېشله. 

جمهوررییس غنی وویل: موږ د اسلامی اصولو او اساسی قانون په چوکاټ کې د افغان ښځې درناوی او حقوق غواړو، د هېواد د نورو ښځو په څېر به د غزنی ښځې هم د خپلو وړتیاوو په اساس حکومتولۍ ته جذب شی. 

جمهوررییس غنی د خپلو خبرو په پای کې وویل: د غزنی ښار د  انکشافی پلان د برابرولو ترڅنګ د اوبو لګولو سیستم هم احیا کېږی، سره له دې چې د کرونا بدو اقتصادی اغېزو زموږ امکانات محدود کړی، مګر امکاناتو ته په کتو به د غزنی د خلکو غوښتنو او وړاندیزونو ته رسیدګی وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید