روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی د ۲۱۵ میوند قول اردو اتلولۍ وستایلې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړم ماسخوتن د ۲۱۵ میوند قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په جلا جلا غونډو کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. وروسته جمهور رییس غنی د ۲۱۵ میوند قول اردو د غونډو په تالار کې د یادې قول اردو منسوبینو او مسوولینو سره په عمومی غونډه کې ګډون او وینا وکړه. په پیل کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالهادی ترین جمهور رییس او ورسره لوړ پوړی دولتی پلاوی ته ښه راغلاست ووایه.نوموړی امنیتی او دفاعی ځواکونو ته د جمهور رییس همېشنۍ پاملرنې څخه په مننې وویل: ستاسو هڅونه او پاملرنه د هېواد د دفاع او د دښمن د ځپلو په برخه کې د سرتېرو مورال او روحیه لاپیاوړې کوی.په دغه غونډه کې جمهور رییس غنی د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالهادی ترین ته د هغه د ښې رهبرۍ او د دښمن د ځپلو په برخه کې د هلو ځلو د قدردانۍ له امله د شجاعت مډال ورکړ.جمهور رییس غنی د ۲۱۵ میوند قول اردو مسوولینو او منسوبینو ته د وینا پرمهال وویل: زه نن راغلى یم چې د ۲۱۵ میوند قول اردو د هر سرتېری، بریدمل، افسر او رهبرۍ مننه وکړم، ځکه تاسو په هلمند کې د دښمن د ځپلو او د امنیت د تامین په برخه کې د قدر وړ هڅې او مبارزه وکړه.د هېواد جمهور رییس وویل: په تېرو دوه کلونو کې په هلمند کې د دندې ترسره کول د زمری زړه، د وطنپالنې روحیه او صداقت غوښت ،چې تاسو دا هر څه لرل، ځکه تاسې د دې وطن اتلان او صادق بچیان یاست. هغه زیاته کړه، د ولسی جرګې ټاکنو د بریالی ترسره کېدو له امله ستاسو ځانګړې مننه کوم، ځکه په دې برخه کې مو د دښمن ټول پلانونه او هڅې ناکامې کړې.جمهور رییس د امنیتی او دفاعی ځواکونو له میندو، پلرونو، مېرمنو، اولادونو او کورنیو څخه له دې امله مننه وکړه چې د هېواد د دفاع او د ولس د ساتنې لپاره یې له خپلو کورنیو لېرې سخت شرایط وزغمل.جمهور رییس د امنیتی او دفاعی ځواکونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو ستونزو په ځانګړی ډول هغو مواردو ته پر وخت رسیدګی وکړی، چې له جمهور رییس سره  یې په جلا کتنو کې شریک کړل. هغه زیاته کړه: د دوی د امتیازاتو، ترفیعاتو، د معاشونو د ورکړې او رخصتیو ستونزه باید په  اساسی توګه حل شی.محمد اشرف غنی د جمهوری ریاست د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه، بریدملان چې هم د دفتر او هم د سنګر خلک دی د دوی لپاره دې د بریدملانو په نامه د شجاعت مډال جوړولو چارې له اړوندو مسوولینو سره تعقیب کړی. هغه په ټینګار سره وویل: قراردادیان باید پر وخت په قرارداد کې ذکر شوی موارد او شرایط پوره کړی، ځکه په دې برخه کې هېڅ ډول ځنډ او فساد د منلو وړ نه دى.جمهور رییس وویل: سرتېرو ته دې موسمی سبزیجات او مېوې او همدارنګه بریدملانو ته د تقاعد امتیازات او حقوق ورکړل شی. هغه زیاته کړه: زه چې هر ځل قول اردوګانو ته راځم، نو د وطنپالنې، اتلولۍ او شجاعت نوى درس زده کوم.جمهور رییس غنی څرګنده کړه: د جګړې د لومړۍ کرښې د اتلو سرتېرو امتیازاتو ته باید ځانګړى پام وشی او همدارنګه یې د ملی امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د وسایطو د ترمیم ستونزه باید په  اساسی توګه حل شی.جمهور رییس د ۲۱۵ میوند قول اردو منسوبینو ته په خطاب کې وویل: زه او د افغانستان ټول ولس درباندې ویاړو، ځکه تاسو د دې هېواد د پت او عزت لپاره مبارزه کوئ. ده په ټینګار سره وویل: جنګ په هېڅ صورت نه خصوصی کېږی، ځکه دا هېواد ستاسو غوندې اتل او زړور بچیان لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید