د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دافغانستان اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د اوبو، مځکو او ښاری پراختیا عالی شورا غونډه وړم ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د اجندا مطابق د پنځو لویو ښارونو (هرات، جلال اباد، کندهار، مزار شریف او خوست) د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ طرحو او د پنځو لویو ښارونو لپاره د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ د تطبیق پر طرحو بحث وشو او وارزول شوې.لومړی جمهوررییس غنی د غونډې غړو ته ښه راغلاست ووایه او د ساساکی کمپنۍ له لوری د جامع، له محتوا ډکو او د اوسنی وخت مطابق طرحو ترتیبولو له امله یې ورڅخه مننه وکړه.وروسته، د نړیوال بانک تخنیکی مسوول د ښارونو د ستراتېژیک انکشاف په تړاوو د جمهوررییس له لیدلوری او پاملرنې خوښی وښوده او د افغانستان ټیم څخه یې مننه وکړه.په دوام د ساساکی کمپنۍ مسوول د پنځو لویو ښارونو د ستراتېژیک انکشاف د چوکاټ طرحو په اړه ټولیز معلومات وړاندې کړل او د یادې کمپنۍ نورو مسوولینو هم په دې اړه خپلې طرحې وړاندې کړې او زیاته یې کړه ،چې په دې طرحو کې د ښارونو، لرغونو سیمو، د اوسېدو سیمو، سوداګریزو سیمو، تحصیلی سیمو، د پانګونې سیمو او اقتصادی سیمو لپاره د پراختیا وړ نقطې مشخصې شوې دی.د هېواد جمهوررییس د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته، د پنځو لویو ښارونو د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ په پرنسیب کې تائید کړ او د ښار جوړولو او مځکو وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته یې دنده وسپارله ،چې د یادو طرحو د عملی کولو لپاره باید د ټولنې د اړتیاوو پر اساس کار وشی. همداراز جمهوررییس وویل: دغه طرحې دې د ورکشاپونو او کنفرانسونو له لارې له خلکو او پوهنتونونو سره شریکې شی، ترڅو په ملی بحث بدلې شی.وروسته د اجندا مطابق د ښار جوړولو او مځکو وزارت معیین د پنځو لویو ښارونو لپاره د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ د تطبیق طرحې غونډې ته وړاندې کړې.ده وړاندیز وکړ، چې په غوره ډول د دغو طرحو د تطبیق لپاره ورته ۲۰ ورځې وخت ورکړل شی، ترڅو له والیانو، ښاروالانو او اړوندو ادارو سره غونډې جوړې کړی او وروسته د خپلو پایلو تحلیل او شننه په غونډه کې د جمهوری ریاست عالی مقام ته وړاندې کړی.د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته وویل: په غوره ډول د دغو طرحو د تطبیق لپاره دې د ویډو کنفرانس له لارې له والیانو سره غونډه جوړه شی.ده زیاته کړه: د هغوی لپاره به د دې طرحو د عملی کولو په موخه هر ډول اړتیا وړ امکانات برابر کړو.جمهوررییس د غونډې په پای کې له ساساکی کمپنۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل: دغه طرحې له موږ سره مرسته کوی ،چې په کومه سیمه کې پانګونه وکړو او کومې برخې ته لومړیتوب ورکړو او مخکې ولاړ شو.
همداراز غونډې لاندې پرېکړې وکړې:
– د دې طرحو د غوره تطبیق په موخه دې د جمهوری ریاست په کچه کاری کمېټه جوړه شی، ترڅو د همکارۍ ډول او د ادارو همغږی، د تطبیق څارنه او ارزونه، تعدیلات او د پنځو لویو ښارونو د طرحو د تطبیق لپاره د عملی پروسو رامنځته کولو مسوولیت پر غاړه واخلی.
– د تطبیق، څارنې، ارزونې او د دې طرحو د تطبیق څرنګوالی په موخه د پنځو لویو ښارونو د والیانو او هغو ولایتونو چې په راتلونکی کې د ساساکی برنامې تر پوښښ لاندې راځی، تر نظر لاندې د دویمی واحدونو ترمنځ د همغږۍ کمېټه جوړه شی.
– د ښاروالانو تر نظر لاندې دې تخنیکی کمېټه جوړه شی او خپل راپور دې د جمهوری ریاست عالی مقام ته وړاندې کړی.
– دغه طرحې دې په ۲۰ ورځو کې له والیانو، ښاروالانو، عامو خلکو او پوهنتونونو سره شریکې شی او د تطبیق لپاره دې د هغوی نظریات واخیستل شی او د هر ولایت طرحه دې د اوبو، مځکو او ښاری پراختیا عالی شورا ځانګړې غونډې ته له اړوندو ولایتونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې دطرحو د عملی کولواو د ادارو د همکارۍ څرنګوالی په اړه د نظریاتو اخیستو په موخه، وړاندې شی.