روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی د هېواد د لویدیځ زون امنیتی وضعیت وارزاوه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړم مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د ۲۰۷ ظفر قول اردو مسوولینو او د لویدیځ زون والیانو سره خبرې وکړې.په دغه ویډیو کنفرانس کې د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح او د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم حضور درلود، په پیل کې د هرات، فراه، بادغېس او غور ولایتونو عمومی امنیتی وضعیت وارزول شو.وروسته د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالروف ارغندیوال او د یادو ولایتونو والیانو، د هېواد د لویدیځ زون د عمومی امنیتی وضعیت په اړه د خپلو ارزونو راپور، د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ته وړاندې کړ.دوی د امنیتی فعالیتونو او د طالبانو د بریدونو د دفع او شنډولو په خاطر د ګډو عملیاتو ترسره کېدو راپور هم وړاندې کړ او وې ویل: په ولسوالیو او لویو لارو کې د ناامنۍ په خاطر د دښمن خوځښتونه او ګواښونه دوام لری، خو امنیتی او دفاعی ځواکونو تل غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.یادو مسوولینو څرګنده کړه، په ټوله کې امنیتی وضعیت ښه دی او زموږ امنیتی برنامې په منظمه او منسجمه توګه عملی کېږی، د لویو لارو د امنیت د تامین او تاسیساتو د ساتنې په برخه کې کار دوام لری، د سترو ملی پروژو له هغې جملې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ او د برېښنا غځولو پروژو امنیت تامینېږی او په هرات کې ولسی تړون د عملی کېدو په حال کې دی.وروسته له کندهار څخه د ملی دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمدیاسین ضیا او له هلمند څخه د کورنیو چارو ستر امنیتی معیین ډګر جنرال عبدالصبور قانع، چې د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو، د یادو ولایتونو د امنیتی وضعیت په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.د ملی دفاع وزارت لوی درستیز وویل: امنیتی او دفاعی ځواکونه په خپل فعال تعرض سره د میوند ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د طالبانو بریدونه دفع کوی، پرمختګونه دوام لری او تر اوسه کابو سل طالب وسله وال وژل شوی دی.د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معیین او د ملی امنیت ریاست مرستیال د هلمند د امنیتی وضعیت په اړه راپور ورکړ او وې ویل: طالبانو په دې ولایت کې سخته ماتې خوړلې، روحیه یې کمزورې شوې او په منځ کې یې بهرنی جګړه ماران شتون لری. امنیتی کمربندونه پراخ شوی او د ناوې او نادعلی ولسوالیو او لویو لارو د امنیت ټېنګښت زموږ لومړیتوب دی، همداراز پر باباجی سیمه تمرکز لرو او چاڼیزې برنامې مو دوام لری.جمهوررییس غنی د دوی د خبرو او راپورونو له اورېدو وروسته، د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو رهبرۍ د فعال رول، چې د وسله وال ځواک د زړورو سرتېرو او منسوبینو ترڅنګ هڅه کوی، قدردانی وکړه او دا چې په هلمند کې د دښمن ټول بریدونه په چټک ډول دفع او طالبان له سترې ماتې سره مخ شول، مننه وکړه.جمهوررییس د دې په بیانولو سره ،چې د افغانستان دولت به د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو منسوبینو د زړورو کړنو قدردانی وکړی وویل: طالبان باید په کندهار کې هم له ماتی سره مخ شی.نوموړی د امنیتی جزوتامونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل: د دښمن هر خوځښت او برید او د طالبانو هر احتمالی ګواښ چې زموږ خلکو ته متوجه وی، باید په نقطه کې خنثی شی.جمهوررییس وویل: ولسی خوځښتونه دې پیاوړی او د لویو لارو، بندونو، ځنګلونو او کانونو امنیت باید ونیول شی. همدا راز دې په لویو لارو کې د دښمن موجودې اخاذی له منځه یووړل شی او دوی ته دې د لویو لارو د ناامنه کولو اجازه نه ورکول کېږی.جمهوررییس غنی وویل: امنیتی میثاق دې په شدیده توګه پلی او په سرحدی ولسوالیو کې دې لا زیات کار وشی، د دښمن خوځښتونو ته دې اجازه نه ورکول کېږی او د هغوی د هر خوځښت پر ضد دې عملیات وشی.جمهوررییس د دې ویډیو کنفرانس په پای کې د هېواد د لویدیځ زون والیانو ته لارښوونه وکړه، چې له خلکو سره زیات کار وکړی او په خپلو اړوندو ولایتونو کې دې د انکشافی برنامو د تطبیق په خاطر لازیاته هڅه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید