د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی دافغانستان لپاره د نړیوال بانک مسوول هینری کرالی سره د ویډیو کنفرانس له لارې کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه د نړیوال بانک د مالی ژمنو په اړه خبرې وکړې.دغه ویډیو کنفرانس چې، وړم مازدیګر په ارګ کې ترسره شو، د جمهوررییس لومړی مرستیال امرالله صالح هم په کې حضور درلود. جمهوررییس غنی له کورونا ویروس سره د مبارزې په اړه د افغانستان دولت ملی برنامه د نړیوال بانک مسوول سره شریکه کړه.د هېواد جمهوررییس وویل: افغانستان مستحقینو، بې وزلو او هغو هېوادوالو سره د مرستو او ځینو برنامو د تمویل په موخه چې د کورونا ویروس منفی اقتصادی اغېزو متاثره کړی، د نړیوال بانک په څېر نړیوالو شریکانو او تمویلونکو ته اړتیا لری.په دغه ویډیو کنفرانس کې همدارنګه له انکشافی برنامو او ملی پیوستون پروګرام څخه د نړیوال بانک د اوږدمهاله ملاتړ په اړه د بحث ترڅنګ پرېکړه وشوه، چې له بې وزله او ناچاره قشر سره د مرستې لپاره به د جمهوررییس د لومړی مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د افغانستان حکومت او نړیوال بانک ګډه کاری کمېټه ایجاد او ځینې ژر ثمر ورکوونکې پروژې پیل کړی