روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی د ملی شورا د اوولسمې تقنینی دورې پرانیستې ته چمتووالى وښوود

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د سې شنبې په مازدىګر د ولسی جرګې نوىو استازو سره تعارفی لىدنه وکړه. په دې کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په پىل کې په پارلمانی چارو کې د دولت وزىر فاروق وردګ خبرې وکړې وې وىل، له ىادو استازو سره مې په متعددو کتنو کې بىاموندله چې ټول د ملی موخو لپاره د کار هوډ لری او په ملی شوراکې د نوی باب د پرانىستو غوښتونکی دی. وروسته  عبدالقادر قلاتوال، ډاکټرې خدىجې الهام، ګلرحمان همدرد، انجنىر مىر حىدر افضلی، شفىقې سخا ىولچی، ملالۍ اسحاقزۍ، نىکبخت فهىمی، انجنىر هلمند هلمند، هماىون شهىدزاده، استاد حنىف، استاد الفتی او عبدالشکور واقف حکىمی د نورو په استازىتوب خبرې وکړې. دوى د جمهوررییس له لوری د ولسی جرګې د پرانىستې او د کابل، وردګو او د کوچىانو حوزې د ولسی جرګې د ټاکنو د پاىلو غوښتونکی شول وې وىل، د ۱۷ دورې  د وکىلانو نسلی بدلون ىوه ځانګړنه ده. دوى د دولت د درى ګونو قواوو ترمنځ د همکارۍ او د نظر د ىووالی غوښتونکی شول او د حکومت د پلانونو په ځانګړی ډول د سولې او اقتصادی سىاست په برخه کې یې د جمهوررییس د پلانونو ملاتړ وکړ. ىادو وکىلانو د ولسواکۍ او د هېواد د امنىتی او دفاعی ځواکونو د شهىدانو روح ته د دعا ترڅنګ ووىل، دوى د ټولنې له منځه دی او د ټول ملت استازىتوب کوی. وروسته جمهوررییس غنی خبرې وکړې او دوى ته ىې د مبارکۍ او ښه راغلاست ترڅنګ ووىل، شپږ مىاشتې د داسې ىوې ورځې په انتظار وم او نن د دولت او افغان ملت جسم تکمىل شو. جمهوررییس د دې ټکی په بىانولو سره چې د دولت درى ګونو قواوو ته به دواړو سترګو په مساوی ډول ګورم، ووىل: دا د کار پىل دى او له تاسې سره به دوامداره ملاقاتونه ولرم، ځکه په ملی مساىلو کې ستاسې مشورې مهمې او حىاتی دی. جمهوررییس زىاته کړه: (( زه چمتو ىم په راتلونکو څو ورځو کې ملی شورا پرانیزم.)) هغه ىادو وکىلانو ته په خطاب کې ووىل، تاسې د ولسواکۍ شرىکان ىاست او موږ او تاسې په تقابل کې نه ىوو، بلکې ملت ته د دولت د حساب ورکولو، د قانون د حاکمىت بېلګه او د ولسواکۍ او اساسی قانون پر بنسټ د ثبات د ټىنګښت شرىکان ىوو. جمهوررییس غنی زىاته کړه: (( د ملت تالار باىد د کشمکش پر مىدان بدل نشی، هره ستونزه چې لرو باىد په ګډه ىې د حل هڅه وکړو. د اجرائىه او مقننه قوې ترمنځ احترام لازم دى او د لوبې اصول او قواعد باىد تعىىن کړو.)) جمهوررییس څرګنده کړه، سوله، د سولې مشورتی لوىه جرګه او د جمهوری رىاست ټاکنې درى مهمې موضوعګانې دی او د سولې په مشورتی لوىه جرګه کې د ملی شورا په ځانګړی ډول د ولسی جرګې د غړو فعال حضور مهم دى. د هېواد جمهوررییس ووىل، هر هغه څه چې اساسی قانون څنډې ته کوی، کودتاه ده چې ملت ىې نه منی. هغه زىاته کړه دا تارىخی پړاو فرصتونه او ګواښونه لری چې فرصتونه ىې تر ګواښونو زىات دی، په دې شرط چې ملی وحدت، د درى ګونو قواوو اتفاق او ملی ګټې تعرىف او له هغې په مېړانه دفاع وکړو.
جمهوررییس غنی د خپلو خبرو په پاى کې ووىل، ډاډه ىم چې د هېواد د درى ګونو قواوو د درېـىم رکن په بشپړولو سره به د خلکو غږ د ملت او د شرىکانو او د ټولې نړۍ خلکو ته ورسېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید