روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو  سره د الکترونیک زده کړې پر طرحې بحث وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د وېډیو کنفرانس له لارې د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو سره د الکترونیک زده کړې سیستم پر طرحې بحث او خبرې وکړې.په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزی د الکترونیک زده کړې سیستم طرحې په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل وې ویل، دغه طرحه کولای شی ۲۵۰ زره محصلین تر پوښښ لاندې راولی. هغه زیاته کړه، په یاده طرحه کې د معاصرې زده کړې ټول معیارونه په پام کې نیول شوی او د تطبیق لپاره یې بودجې او د انټرنیټ بیو راکمولو ته اړتیا ده.همدا راز د لوړو زده کړو وزارت د دولتی محصلینو د چارو رییس احمد مسعود لطیف رای د الکترونیک زده کړې سیستم د تخنیکی ابعادو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت او د احصایی او معلوماتو ملی اداره دې د دغې طرحې په تطبیق کې همکاری وکړی.جمهوررییس غنی له هغو متخصصینوڅخه چې پر دغه طرحه یې کار کړی مننه وکړه وې ویل، د هغو کسانو نومونه دې لېست شی چې دغه طرحه یې جوړه کړې ده، چې
مډالونه ورکول شی. هېواد جمهوررییس د لوړو زده کړو وزارت له سرپرسته وغوښتل چې د ذکر شوې طرحې د تطبیق لپاره دې بودجه تخمین کړی او باید د عامه پوهاوی په اړه یې هم لازم اقدامات وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید