د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی له والیانو سره د کتنو په دوام، د ښې حکومتولۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه پرون د نورستان، خوست او لوګر د والیانو راپورونه واورېدل.په دغو کتنو کې چې په ارګ کې شوې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومی رییس عبدالمتین بېګ هم حضور درلود. د نورستان والی حافظ عبدالقیوم، د خوست والی محمد حلیم فدایی او د لوګر والی انورخان اسحاقزی د خپلو اړوندو ولایتونو د پلانونو او پروژو د تطبیق راپورونو ترڅنګ، د خپلو ولایتونو غوښتنې او وړاندیزونه جمهوررییس سره شریک کړل.جمهوررییس غنی د والیانو د راپورونو تر اورېدو وروسته د یادو ولایتونو اقتصادی وضعیت وارزاوه او وې ویل: لومړنی کار چې باید و شی د پروژو د تطبیق لپاره د بودجې او سرچینو ځانګړی کول دی.جمهوررییس زیاته کړه: د بودجې او امکاناتو د تخصیص لومړیتوب لپاره اړتیا ده ، چې جمهوری ریاست د والیانو لیدلوری ولری.جمهوررییس همداراز د امنیت او ثبات د تامین او د ټولنیزو مسایلو په برخه کې د یادو والیانو لیدلوری واورېد او د امنیت دتامین، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او انکشافی پروژو د تطبیق په برخو کې یې هغوی ته لازمې لارښوونې
وکړې.