روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی: د جواز د اخىستو ټولې اسانتىاوې دې برابرې شی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمد اشرف غنی د خدمتونو او د جوازونو د وېش د واحد مرکز د جوړېدو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرکزی ثبت ادارې د اجرااتو راپور واورېد.

په دې غونډه کې چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، په پىل کې د صنعت او سوداګرۍ وزىر هماىون رسا د خدماتو او د جوازونو د وېش واحد مرکز ته د ټولو سکتوری جوازونو د لېږد په اړه له ۱۲ سکتوری ادارو سره د همکارىو د تفاهم لىکونو د لاسلىک په اړه راپور وړاندې کړ. هغه د دې ادارې د کړنو، ننګونو، وړاندىزونو او اهدافو په اړه معلومات ورکړل او د ځىنو سکتوری ادارو د نه همکاری
ىادونه ىې هم وکړه.

جمهوررییس غنی د ىاد راپور له اورېدو وروسته له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه په مننې ووىل، د جواز د اخىستو لپاره دې ټولې اسانتىاوې برابرې او د پرمختګونو، هرکلی او خنډونو په اړه ټول عمده لاملونه دې سم مشخص او وارزول شی.

جمهوررییس څرګنده کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لارې دې د خدماتو او د جواز د وېش مرکز ته د ټولو سکتوری جوازونو د انتقال پروسې د تطبىق لپاره روښانه طرحه جوړه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید