د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
جمهوررییس غنی د بغلان ولاىت د ملی امنىت رىاست د مرستىال شهىد جنرال عبدالغفور محمود له کورنۍ سره غمشرىکی وکړه
جمهوررییس غنی د بغلان ولاىت د ملی امنىت رىاست د مرستىال شهىد جنرال عبدالغفور محمود له کورنۍ سره غمشرىکی وکړه د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د شنبې په مازدىګر د بغلان ولاىت د ملی امنىت رىاست د مرستىال شهىد جنرال عبدالغفور محمود له کورنۍ سره، غمشرىکی وکړه.د هېواد جمهوررییس شهىد جنرال عبدالغفور محمود چې د هېواد دښمنانو د لارې په اوږدو کې شهىد کړ، تکړه او وىاړلى جنرال وباله او له دښمن سره د مبارزې په برخه کې ىې د هغه شهامت او کړنې وستاىلې. همدارنګه جمهوررییس غنی د شهىد جنرال محمود روح ته د دعا ترڅنګ د نوموړی کورنۍ ته د زغم هىله وکړه.