روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی: د امنیتی ځواکونو د لا پیاوړتیا او مسلکی کېدو لپاره هڅې روانې دی

جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره په غونډه کې د هغوی تحلیلونه او وړاندیزونه واورېدل. په سلامخانه ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې د ښې حکومتولۍ په چارو کې د جمهوررییس ځانګړی استازی نورالحق علومی ووېیل: د هېواد ستونزمنو شرایطو ته په کتو ټول باید د الله اکبر په وېیلو د امنیتی او دفاعی ځواکونو ترڅنګ واوسو. ده زیاته کړه: د وسله وال پوځ متقاعدین تل د هېواد، ولس، مځکنۍ بشپړتیا او ملی ګټو د دفاع خدمت ته چمتو دی. 
ورپسې سترپاسوال پوهاند عبدالرازق بېک، بریدجنرال سید محمد ثمر سادات، لوی پاسوال میرزامحمد یارمند، جنرال دولت وزیری او سمونوال حسیب ارین ووېیل: د پاکستان نیابتی جګړې پر وړاندې او د هېواد د استقلال د دفاع لپاره خدمت ته چمتو دی. دوی همدارنګه د امنیتی او دفاعی ځواکونو د لا پیاوړتیا، د ولسی پاڅونونو د بسیج، تمویل، تجهیز او اصلاحاتو په اړه خپلې طرحې او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل. هغوی ووېیل: د جمهوریت دفاع او بقا د افغانستان دفاع او بقا ده او زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونه په مېړانه د دې لپاره مبارزه کوی او موږ په سر، مال، وینه، فکر، پوهه او کلکه اراده د خپل وسله وال پوځ ملاتړ کوو. هغوی ووېیل: طالبانو له الله اکبر څخه ناوړه ګټه اخیسته، ځکه نو دغه سپېڅلې ناره ورڅخه ولس واخیسته او هغوی یې بې انګېزې او بې وسیلې کړل. جمهوررییس غنی د هغوی د څرګندونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ووېیل: ستاسو له احساس، پوهې، تحلیل ، طرحې او تعهد څخه مننه او دا د ټولو هېوادوالو د هیله مندۍ موجب کېږی. تاسو ولیدل هېوادوالو د الله اکبر په وېیلو سره د طالبانو د فتنې ځواب ورکړ. جمهوررییس ووېیل: د طالبانو جګړه د هېواد، ملی ارزښتونو او عنعناتو خلاف جګړه ده او زموږ ویاړلی امنیتی او دفاعی ځواکونه چې د ولس بېساری ملاتړ ورسره دی، په ټول قوت د طالبانو پر وړاندې جنګېږی. ده زیاته کړه: د امنیتی او دفاعی ځواکونو د لا پیاوړتیا، مسلکی او غیر سیاسی کېدو لپاره زموږ هڅې ادامه لری. د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: د اعلی سرقوماندانۍ ترڅنګ به د ملی دفاع وزارت او په نورو کچو مشورتی بورډونه جوړ او په هغو کې به د وسله وال پوځ د متقاعدو جنرالانو او افسرانو له پوهې، تحلیلونو او تجربو څخه اعظمی استفاده وشی. جمهوررییس ووېیل: د هېواد د دفاع په موخه یې یوولس میلیارده افغانۍ ملکی بودجه کمه کړې او د منابعو په لا ښه او مؤثر استمعال تمرکز کېږی. د امنیتی او دفاعی ځواکونو لیکو ته جلب او جذب زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی، ځکه خلک د ملېشو جوړول نه، بلکې د امنیتی او دفاعی ځواکونو پیاوړتیا غواړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید