روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې د ځانګړی استازی هلې ځلې تقدیر کړې

جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی رولانډ کوبیا ته د غازی وزیر محمد اکبر خان دولتی مډال په ورکولو سره د ښو او دوستانه اړیکو، د سولې تامینولو او د همکاریو جلبولو په برخه کې د نوموړی هلې ځلې تقدیر کړې.جمهوررییس غنی په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د رولانډ کوبیا خدمتونه وستایل او له سولې پروسې څخه یې د نوموړی د دوامدار ملاتړ مننه وکړه.د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی له جمهوررییس څخه د مډال ورکولو مننه وکړه او د تلپاتې او عادلانه سولې د تامین او د جمهوریت ساتنې لپاره یې د جمهوررییس دریځ اصولی او ارزښتناک وباله.نوموړی له خپلواک او ولسواک افغانستان څخه چې د مېرمنو، ځوانانو او لږه کیو حقونه او لاسته راوړنې په کې خوندی وی په ملاتړ وویل، د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ  یوو. 

ممکن است شما دوست داشته باشید