روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررییس غنی :  ترورېزم افغانستان او امریکا ته ګډ ګواښ دى

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د امریکا د جمهوریت غوښتونکې ګوندله  پیاوړی سناتور لینزی ګراهام او مل پلاوی سره په لیدنه کې وویل، تراوسه ترورېزم د دواړو هېوادونو د امنیت پر وړاندې ګډ ګواښ دى او اړتیا ده چې پر ضد یې ګډه مبارزه وشی.جمهوررییس غنی همدارنګه وویل، د سولې په اړه عمومی اجماع موجوده ده، خو اوربند او له افغانستانه بهر طالبانو ته پر امن پناه ځایونو تمرکز زموږ د خلکو پوښتنې دی چې باید ځواب شی.په دغه کتنه کې چې د دوشنبې په ماښام وشوه، جمهوررییس غنی د امریکا د دولت او خلکو د ۱۸  کلنې همکارۍ د قدردانۍ پر مهال، ښاغلی ګراهام د افغان دولت او خلکو ملګرى او ملاتړى وباله.جمهوررییس د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو عملیاتو ته په اشارې وویل، افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه ۹۰ سلنه نظامی عملیات اجرا کوی.د هېواد جمهوررییس په ټینګار وویل، د حکومت د برنامو پر بنسټ به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د افغان امنیتی ځواکونو د بودجې په تمویل کې د حکومت ونډه زیاته شی.په همدې ترتیب لینزی ګراهام افغان امنیتی ځواکونه چې د امنیت په ټینګښت او د ترورېزم ضد مبارزه کې زیات مسوولیتونه لری وستایل او وې ویل، هیله مند دى چې د سولې پروسه د افغانانو د اتلس کلنو لاسته راوړنو او په ځانګړی ډول د ښځو د حقونو له قربانۍ پرته پایله ولری.ګراهام ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسېدو څرنګوالى د امریکا د دولت لپاره مهم دى او کابل ته یې د سفر اصلی موخه، د افغانستان د وضعیت ارزونه ده چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د مسوولیتونو د کمولو پر څرنګوالی بحث وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید