د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د لویې پکتیا له یو شمېر مشرانو سره په کتنه کې په چهار چنار ماڼۍ کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
په پیل کې عبدالرحمن ځدران، حاجی آغاګل احمدزی، محمدمصدق او نثاراحمد صاحبزاده د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال جنغوزیو ته د بازارموندنې، د سولې او په نورو برخو کې د جمهوررییس د کوښښونو او لاسته راوړنو قدردانی وکړه او وې ویل: د سولې پروسې د بشپړ ملاتړ ترڅنګ په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو.یادو ویناوالو د سولې په اړه د منفی تبلېغاتو د مخنیوی، د ولسی شوراګانو او مشرانو د ملاتړ، د لویې پکتیا ځوانانو ته د تحصیلی بورسونو د ورکړې او د کدرونو د استخدام په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.جمهوررییس یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: سوله الهی امر، د هر افغان او انسان حق او زموږ ټولو موخه ده. هغه سوله چې ورورولی، امنیت، یووالی او پرمختګ په کې وی.د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: ستاسو په څېر دې د افغانستان د هرې لویې برخې مشران سره ټول شی چې په دوامداره توګه د دوی له مشورو څخه برخمن شو. ده زیاته کړه،ولسونه او مشران دې له طالبانو ډلې څخه د سولې او راتلونکی په اړه یو لړ اساسی پوښتنې وکړی.جمهوررییس غنی وویل: د هېوادوالو د هوساینې او د کډوالو د مېشتېدنې په موخه د اوبو مهارول د حکومت له مهمو برنامو او لومړیتوبونو څخه دی چې په بودجه کې هم ورته پام شوی، خو په دې برخه کې د زمینې برابرولو لپاره د ولسونو او مشرانو همکاری مهمه ده.