روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جرمنی په افغانستان کې د خپلو پوځیانو موده وغځوله

 راپورونه وایی: د جرمنی پارلمان هغه طرحه تصویب کړه ،چې په ترڅ کې به یې د دې هېواد پوځیان د راتلونکی ۲۰۲۲ م کال تر جنوری افغانستان کې پاتې شی.د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې، افغانستان کې د جرمن ځواکونو د عملیاتو لپاره اوسنۍ پارلمانی اجازه د راتلونکې اپرېل میاشتې تر پایه ختمېده، چې له امریکا سره د طالبانو د تړون له مخې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته وروستۍ نېټه ده.د جرمنی پارلمان دې نوی تصویب سره افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونه نږدې یوولس میاشتې نور هم پاتې کېدلی شی.د یادونې وړ ده چې دغه هېواد دا مهال افغانستان کې تر ۱۳۰۰ سرتېری لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید