د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
یونان د جرمنی له حکومته د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د اشغال له کبله د جبران خسارې غوښتنه کړې وه، خو د جرمنی حکومت دغه غوښتنه په قاطعیت سره رد کړې ده. د برلېن حکومت وایی چې دا پوښتنه لا پخوا د حقوقی او سیاسی پلوه حل شوې ده. د یونان پارلمان پرېکړه وکړه چې له جرمنی څخه د میلیاردونو جبران خسارې ترلاسه کولو لپاره له دغه هېواد سره دیپلوماتیکې خبرې اترې پیل کړی.