د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
جرمنی د نورنبرګ د مشهورې محاکمې پنځه اویایمه کلیزه ونمانځله.ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر جوړو شویو مراسمو ته وویل، چې د نورنبرګ محاکمه باید هېره نه شی.د شټاین مایر په خبره د نورنبرګ محاکمه د نړیوال عدلی سیسټم د رامنځته کولو اساس و.ده وویل، چې د نړیوال عدالت د تطبیق په لاره کې دا وروستی وختونه ګڼ خنډونه رامنځته شوی.د نورنبرګ محاکمه په خپل ذات کې لومړنۍ محاکمه وه ،چې د یوه دولت مشران په کې د بشریت ضد جنایتونو په تور محکوم شول.د نازی جرمنی رهبران د ۱۹۴۵ میلادی کال د نوومبر په ۲۰مه تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د جرمنی په نورنبرګ ښار کې محاکمه شول.