روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جرمنی: افغانی مذاکرات نازک دی او باید زموږ په کور کې وشی

د جرمنی د باندنیو چارو وزیر هایکو ماس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د احتمالی هوکړې د لاسلیکېدو هرکلى کړى او دا یې د افغان سولې او ثبات لپاره یو واقعی فرصت بللى دى.هایکو ماس د مونیخ په امنیتی غونډه کې ټینګار کړى چې په افغانستان کې د اوږد مهالې سولې د راتګ لپاره دې د افغانانو تر منځ ریښتینی مذاکرات پیل شی.ښاغلی ماس ویلی، د سولې په مذاکراتو کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې باید چې له پامه ونه غورځول شی.هغه وړاندیز کړى چې جرمنی دې د افغانی مذاکراتو لپاره کوربه هېواد وټاکل شی،ځکه د ده په وینا دا نازکه سیاسی پروسه باید یوازې په خوندی ځاى کې تر سره شی.دا په داسې حال کې ده چې امریکا په راتلونکو اوونیو کې له طالبانو سره په مشروطه محتوا د سولې د هوکړې د احتمال خبر ورکړى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید