روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جاپان په افغانستان کې خپل سفارت بیرته پرانیزی

په کابل کې د جاپان سفیر د رییس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په غونډه کې ویلی ،چې جاپان غواړی له نوی حکومت سره کار ته ادامه ورکړی. د اسلامی امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وایی، چې د جاپان سفیر تاکاشی اوکاتا وړمه ورځ د رییس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په سپیدار ماڼۍ کې کتلی دی . ده زیاته کړې چې په دغې کتنه کې د جاپان سفیر وویل ،چې جاپان په کابل کې د امنیت له ډاډ ترلاسه کولو وروسته تصمیم لری ،چې خپل سفارت خلاص کړی او د عملی اقداماتو لپاره یو مشترک چارچوب ایجاد کړی. ده ویلی ،چې دوی د افغانستان له خلکو سره ملاتړ کوی او جاپان غواړی، چې له نوی حکومت سره خپلو کارونو ته ادامه ورکړی.د جاپان سفیر زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د باور د ایجادولو لپاره دوی لومړی خپل کومکونه زیاتوی او دغه کومکونه باید د ژمی له رارسېدو وړاندې افغانستان ته ورسېږی.جاپان په داسې حال کې په افغانستان کې د سفارت د خلاصولو اعلان کوی ،چې څو ورځې وړاندې عربی اماراتو په کابل کې خپل سفارت پرانیست.همدا راز جرمنی  هم اعلان کړی ، چې په کابل کې خپل سفارت خلاصوی. د سعودی په اړه هم ځینو رسنیو خبر ورکړی ،چې غواړی په کابل کې خپل سفارت بېرته خلاص کړی. همدا راز ټاکل شوې، چې اریانا افغان هوایی شرکت دغه هېواد ته پروازونه پیل کړی.اوسمهال چین، روسیې، قطر، عربی اماراتو، پاکستان، ایران او ترکیې په کابل کې خپل سفارتونه خلاص کړی. اسلامی امارت هم پاکستان، قطر او عربی اماراتو ته ځینې نوی دیپلوماتان لیږلی دی.د چارو شننونکی وایی، چې له نوی حکومت سره د ځینو هېوادونو دیپلوماتیکی اړیکی په نړیوالو حقوقو کې د ضمنی رسمیت پیژندنې په معنا دی.دوی وایی: حکومتونه که په صراحت سره د یوه حکومت د په رسمیت پیژندلو لپاره اعلان هم و نه کړی د دیپلوماتیکو اړیکو پیلېدل په خپله د دې معنا ورکوی چې دواړه حکومتونه یو بل په رسمیت پېژنی.

ممکن است شما دوست داشته باشید