د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په افغانستان کې د دوست هېواد جاپان سفىر ښاغلی مىتوسوجی سوزوکه د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ملی امنىت سلاکار ښاغلی محمد حنىف اتمر سره د ده د کار په دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان لپاره د چاپان له پراختىایی پروژو، روزنىزو پروګرامونو، د سولې له پروسې څخه د نوموړې هېواد ملاتړ او همکارىو پر څرنګوالی او پراختىا خبرې وکړې. د ملی امنىت سلاکار د جاپان له خلکو څخه مننه وکړه، چې په بېلابېلو پړاوونو کې ىې د افغانستان له خلکو سره د پراختىایی پروژو په برخه کې همکاری کړې ده. ښاغلی اتمر په ځانګړی توګه د افغان پولىسو د روزنې او وړتىاوو د لوړاوی لپاره د جاپان هېواد مرستې مهمې و بللې. دملی امنىت سلاکار ښاغلی محمد حنىف اتمر د جاپان له حکومت او سىاسی رهبرۍ څخه و غوښتل، چې د افغانستان د سولې له بهىر څخه ملاتړ او همکاری وکړی. په افغانستان، کې د جاپان سفىر ښاغلی مىتوسوجی سوزوکه ووىل: افغانستان او چاپان د تارىخ په اوږدو کې مثبتې او رغنده اړىکې درلودې او د دې اړىکو پر پراختىا ىې ټىنګار وکړ. ښاغلی سوزوکه افغان لوری ته ووىل، چې هېواد ىې، د سولې له بهىر څخه ملاتړ کوی او ډاډ ىې څرګند کړ، چې د سولې بهىر د برىالىتوب لپاره به له افغان حکومت سره همکاری او همغږی پراخه کړی.دواړو لورو د همکارىو پر پراختىا او دوام د ټىنګار ترڅنګ د کابل پروسې او تاشکند کنفرانس د پرىکړو د عملی کېدو او د څو اړخىزو مىکانىزمونو له چارو څخه پر ملاتړ هوکړه وکړه. باختر