روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جاپان له افغانستان سره د اوبو د کنټرول لپاره ۱۰میلیونه ډالره مرسته وکړه

د جاپان سفیر پرون /سې شنبه/ په کابل کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره د اوبو د کنټرول او مدیریت لپاره د ۱۰ میلیونو ډالرو مرستې هوکړه لاسلیک کړه. په کابل کې د جاپان سفیر مستوجی سوزوکا وویل: افغانستان کرنیز هېواد دى، په سلو کې ۸۸ افغانان په یو نه یو ډول له کرنې سره تړلی او کرنیز صنعت د افغانستان د ټول کورنی ناخالص تولید په سلو کې تر ۳۰ زیات تشکیلوی.

د جاپان۱۰ میلیونه ډالره مرسته به په افغانستان کې پر کانالونو ولګېږی. د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محمد ګل خُلمی د جاپان له سفیر سره د موافقې له لاسلیکولو وروسته وویل، دا پُروژه مرسته کوی چې
بې مځکو او بې روزګارو خلکو ته د کار شرایط برابر شی.له دې ۴ میاشتې وړاندې هم جاپان په افغانستان کې د ۵ میلیونه او ۲ لکه میندو او ماشومانو د ملاتړ لپاره ۸ میلیونه او یو لک ډالره مرسته اعلام کړې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید