د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان اسلامی امارت وایی: تېر کال له هیواد څخه د ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده. دغه څرګندونې د امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق په تازه څرګندونو کې کړې او تمه یې ښودلې، چې دا صادرات په روان کال له دې هم زیات شی.احمدالله وثیق ټینګار کړی، چې اسلامی امارت هڅه کوی، چې د سوداګرۍ په برخه کې لا ډېرې آسانتیاوې رامنځ ته کړی.