روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تېرې ۱۰۰ ورځې او د نوی افغان حکومت مهمې لاسته راوړنې

شاوخوا درې میاشتې وړاندې د اګست میاشتې په نیمایی کې اسلامی امارت واک ترلاسه کړ، چې هممهاله ورسره د اشغال، ناامنۍ او فساد ځای آزادۍ، ثبات او عدالت ونیو. په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو په مشرۍ د اشغالګرو قوتونو له ماتې وروسته که څه هم هغوی په ډېره سپین سترګۍ او د بشری نورمونو خلاف د افغانستان میلیاردونه ډالره  پانګه کنګل کړه او له سیاسی پلوه یې هم فشارونه وارد کړل؛ خو بیا هم نوی افغان حکومت په ځینو برخو کې غوره لاسته راوړنې درلودې.

په سیاسی برخه کې یې له خپل لوری له  نړیوالو سره د ښو اړیکو او د ملی ګټو په محور د ولاړ تعامل څپرکی پرانیست، له نړیوالو یې هم د ورته برخورد غوښتنه وکړه او تر ډېره حده یې قناعت هم ورکړ. د سیمې هیوادونو ته یې په لوړه کچه رسمی سفرونه ترسره کړل او د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو او سازمانونو د لوړ پوړو چارواکو کوربتوب یې هم وکړ او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې  په افغانستان کې بېرته خپل سفارتونه او استازولۍ پرانیزی.

د امنیت او ثبات په برخه کې یې داسې مثبت بدلون راوست، چې آن دښمنان یې هم پرې قانع دی، اوس سوداګر په ډاډه زړه خپل کار وبار کوی، کورنۍ خپل اولادونه له وېرې پرته ښوونځیو او مدرسو ته لیږی، د وژنو، غلا، فساد او نورو جرمونو مخه تر ډېره نیول شوې او افغان ملت یوه نوې ساه اخیستې.

په اقتصادی برخه کې هم پرمختګونه شوی او د ښه والی لپاره یې هڅې روانې دی، د ټاپی پروژې د پیل لپاره له  ترکمنستان سره په لوړه کچه خبرې شوی، د صادراتو او وارداتو په برخه کې ښه خبرونه مخې ته راغلی، د تېر حکومت د وروستیو درېو میاشتو په پرتله په تېرو درېوو میاشتو کې په صادراتو کې ۳۲سلنه زیاتوالی راغلی، د مالیې وزارت په شاوخوا ۸۰ کاری ورځو کې نږدې ۲۷ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړی، چې دا هر څه په اقتصادی برخه کې د ځان بسیاینې پر لور د خوځښت زیری لری.

لنډه داچې نوی افغان حکومت، پر ګڼو چلنجونو او ستونزو سربېره تر ډېره حده توانیدلی، چې د نظام ساختار او چارچوب جوړ کړی. د یو منظم او ژمن پوځ د جوړولو لپاره یې ګړندی ګامونه اخیستی. له  نړۍ سره د سیاسی او اقتصادی اړیکو د رغولو او پراختیا په برخه کې کافی هڅې شوی او لا هم روانې دی. دې هرڅه ته په پام سره ویلی شو، چې د افغانستان راتلونکې ته هیلې راټوکېدلی او افغان ملت به د یو ښه او هوسا راتلونکی شاهد واوسی. ان شاء الله تعالی

ممکن است شما دوست داشته باشید