روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تېره میاشت کې مو په هوایی بریدونو سره د طالبانو ملا ماته کړې ده

له پنټاګون وروسته، پرون د افغانسان د ملی دفاع وزارت هم اعلام وکړ چې د سولې دمذاکراتو تر درېدو وروسته ىې پر طالبانو هوایی برىدونه زىات کړی دی.دفاع وزارت ادعا کوی چې په تېره مىاشت کې د طالبانو مهمې مالی سرچىنې، د تګ راتګ لارې، وسله تونونه، مهم قومندانان  او ګڼ وسله وال په هوایی برىدونو کې له منځه وړل شوی دی.د دفاع وزارت وىاند روح الله احمدزى وایی، په تېره مىاشت کې له طالبانو څلور ولسوالۍ نىول شوې او هره ورځ له سلو څخه زىات طالب جنګىالی په هوایی برىدونو کې له منځه ځی چې له کبله ىې د طالبانو د ملا ماته شوې ده. ښاغلى احمدزى وایی، په هوایی عملىاتو کې کله کله ورسره بهرنی ځواکونه هم مرسته کوی، خو مځکنی عملىات د افغان ځواکونو لخوا کېږی: (( زموږ هوایی عملىات له ټاکنو وروسته نور هم چټک شوی دی،ځکه تر ټاکنو وړاندې موږ د راىو د مرکزونو د امنىت په خوندی کولو هم بوخت وو.))دا په داسې حال کې ده چې امرىکا وایی: تېره سپټمبر مىاشت کې ىې ۹۴۷ بمونه پر افغانستان کارولی چې په تېرو ۱۰ کلونو کې ىې سارى نه لىدلى کېږی او طالبان ىې پرې سخت ځپلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید