روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تیره شل کلنه جګړه د افغان ولس بریا او د اشغالګرو ماتې

پوره یوکال وړاندې د افغانستان اسلامی امارت وتوانېد ،چې خپل هېواد له شل کلن اشغال څخه خلاص او د خپلو خلکو په غوښتنه شرعی نظام په ټول هېواد کې حاکم کړی او تر یوې واحدې قوماندې لاندې راشی . کله چې په۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴تمه  فتحه راغله او اسلامی امارت په ټول هېواد بیا ځلې واکمن شو ،الحمدالله افغانستان امن شو او دغه کال د تېرو دوه لسیزو څخه وروسته هغه کال و، چې ټول هېواد داسې امن شوی، چې مثال یې په تېرو څو لسیزو کې نلرو او په دې کال کې اسلامی امارت له شل کلنې مبارزې وروسته وکولای شول، چې د هېواد بشپړه اراضی تر خپل کنټرول لاندې راولی او د یک تازې امریکا او متحدانو له جبر څخه یې خپل خلک او خاوره ازاده کړه.دا چې یو کال وړاندې افغانانو ته د آزادۍ لوی نعمت ور په برخه شوی او ورسره امنیتی او اقتصادی وضعیت څه ډول و؟ په دغه کال کې هېواد په کومو برخو کې له زیاتو ستونزو سره مخ و؟ او حکومت څه لاسته‌راوړنې لرلې؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته مو ځواب کړې دی.

سوله او امنیت: د تېرو شلو کلونو په جریان کې افغانانو ته تر ټولو مهمه موضوع د امنیت او په هېواد کې د دایمی سولې تامین و، د افغانستان اشغال یو حقیقت و او افغانانو د دې اشغال د پای ته رسېدو لپاره داسې قربانۍ او سرښندنې وکړې، چې د افغانستان تاریخ یې پرې ښکلی کړ او په خپله خاوره کې یې امریکا او ورسره ۴۸ هېوادونه نور هم چې ملګری وو تاریخی درس ورکړ، خو دا به ومنو، چې دې شلو کلونو جګړو افغانان تر بل هر چا ډېر زیانمن کړل، خو دا شل کاله جګړ د افغانانو د آزادۍ جګړه وه.تقریباً له اتلسو کلونو سختو جګړو وروسته اسلامی امارت په دې وتوانېد، چې امریکا ته په نظامی برخه کې ماتې او د خبرو مېز ته یې کېنوی د سولې د خبرو په جریان کې چې په نړۍ کې یې ډېر کم ساری لیدل کېږی اسلامی امارت په دې وتوانېد، چې له دوه کلونو مسلسلو خبرو او درستې دېپلوماسۍ په کارولو سره د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب میاشتې په لسمه نېټه له امریکا سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک او د یادې هوکړې په پایله کې د تیر ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې امریکایی سرتیری په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووتل.اقتصادی وضعیت: د کابل ادارې له ړنګېدو او په ټول هېواد د اسلامی امارت له واکمنېدو سره الحمدالله په هېواد کې جګړه او شل کلن اشغال پای وموند؛ خو له بلې خوا له دغه ستر تحول سره هېواد له یو لړ اقتصادی ستونزو سره مخ او هېوادوال مو په دې تړاو اندېښمن شول او تر ټولو مهمه ستونزه چې سملاسی یې هېوادوال اغېزمن کړل، هغه د امریکا له لوری د افغانستان بانک د ارزی شتمنیو کنګل کېدل وو، چې له امله یې د افغانستان بانک د نغدو پیسو له کمښت سره مخ شو او له دې کبله خصوصی بانکونه د پیسو د ورکړې څخه ټکنې شول، خو د افغانستان بانک او په ټوله کې د اسلامی امارت رهبرۍ وکولای شول چې د هېواد بانکی نظام له یادو ستونزو راوباسی او اوس ورځ تر بلې د بانکدارۍ خدمتونه په هېواد کې نورمال حالت ته روان دی.د یوه هېواد اقتصادی وضعیت نه یوازې دا چې پر نورو سکتورونو اغېزې کوی، بلکې په اوسمهال نړۍ کې د حکومتونو دوام هم پر اقتصادی وضعیت متکی وی، افغانستان، چې اوږد تاریخ لری، هم په مختلفو تاریخی دورو کې په اقتصادی هلو ځلو کې بوخت پاتې شوی؛ خو بیا هم په دغو ټولو تاریخی پړاوونو کې د افغانستان اقتصاد تر ډېره له ناامنیو، کورنیو جګړو او یرغلونو له کبله اغېزمن شوی دی. اوسمهال افغانستان له امنیتی ثبات څخه برخمن دی، خو اقتصادی وضعیت یې په هغه شکل چې د شته نظام غوښتنه ده هغسې نه دی، خو د وضعیت د ښه کېدو لپاره کلکې هڅې روانې دی او د امیرالمؤمنین په هدایت او د ریاست الوزارء د لومړی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ اقتصادی کمېسیون رامنځته کېدل د دې ښکاره دلیل دی، چې اقتصادی وضعیت ښه کېدل د اسلامی امارت لومړیتوب دی او یاد کمېسیون د سکتوری وزارتونو، ادارو، سوداګرو او په ټوله کې له نړېوالو سره په دې کار کوی چې د افغانستان په اقتصادی وضعیت کې مثبت تغییر راشی او په دې برخه کې پرمختګ هم شوی دی.

بهرنی سیاست:  بهرنی سیاست په نړیواله ټولنه کې د یو هېواد ملی ګټو لاسته راوړلو، ملی ثبات تضمینولو او خپلو ارزښتونو،‌ فرهنګ او تاریخ نړۍ ته د ورپېژندلو لپاره یوه وسیله ده.‌ دا چې دا وسیله څرنګه استفاده شی، هر هېواد د یو بل پر وړاندې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ دکتورین جوړوی. دا چې د اسلامی امارت په راتګ سره نړۍ له افغانستان سره خپلې رسمی اړیکې ځنډولې دی ،خو اسلامی امارت د فعالې دېپلوماسۍ له لارې توانېدلی، چې د سیمې او ګاونډیو ملکونو سره د رسمی اړیکو پرانېستلو ته لاره هواره کړی او په دې برخه کې پرمختګ هم شوی او په دې لړ کې تر دې دمه اسلامی امارت توانېدلی، چې په ګڼو هېوادونو کې د افغان سفارتونو کنټرول ترلاسه کړی، د اسلامی امارت بهرنی سیاست په متقابلو اړیکو او همکارۍ ولاړ سیاست دی د ګاوندیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د دوه اړخیزه همکاریو غوښتونکی دیاو دا یې نړېوالو ته په ډاګه کړې، چې د افغانستان خاوره به د هېچا په ضد نه کاریږی او له نړېوالو یې غوښتی، چې افغانستان ته د دوست او سیال هېواد په سترګه وګوری او د اقتصادی پرمختیا لپاره دې افغانانو ته د همکارۍ لاسونه سره ورکړی.

پایله: دا چې په تېرو شلو کلونو افغانانو ته په اقتصادی، ټولنیز، سیاسی او روانی لحاظ زیات زیان رسېدلی او په اوس کې د امریکا له لوری د افغانانو د شتمنۍ کنګل کېدل او د نړۍ سیاسی اړیکو پرېکون هغه څه دی، چې زموږ ملت یې له یو لړ ستونزو سره مخ کړی، خو اسلامی امارت هڅه کوی، د یو مسئول حکومت په حیث د خپلو هېوادوالو ستونزو ته رسیده‌ګی وکړی د یو هېواد لپاره امنیتی ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا تر ټولو اړینه ده الحمدالله اسلامی امارت په دې وتوانېد، چې له شل کلن اشغال وروسته هېواد ته امنیتی ثبات راولی او د اقتصادی پرمختیا او له نړۍ سره د اړیکو د نوی فصل د پیل لپاره هم هڅې روانی دی په ټوله کې تیر یو کال د افغانانو لپاره له حماسو ډک کال وو او دا کال به په تاریخ کې په نړۍ کې د یک تازې امریکا د ماتې په نامه  ثبتیږی هغه هم د افغانانو د بې‌درېغه قربانیو په پایله کې.  احمدشاه راشد

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید