روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تر دوه کلونو به اسلامی اردو جوړه شی

مجاهد:

د اسلامی امارت ویاند او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معیین ذبیح الله مجاهد وایی: دوی د اسلامی اردو د جوړلو لپاره هڅې ګړندۍ کړې او تر دوه کلونو به دغه اردو جوړه شی. مجاهد له عربی ۲۱ شبکې سره په مرکه کې ویلی، چې افغانستان د خپل امنیت او خپلواکۍ د ساتلو لپاره سل زره یا هم له دې زیات پوځ ته اړتیا لری.نوموړی ویلی: که څه هم تر اوسه د اردو د غړو شمېر معلوم نه دی، خو ډاډ دی، چې افغانستان د خپل امنیت او خپلواکۍ د ساتنې لپاره به تر ۱۰۰ زره یا له دې هم زیات پوځ ولری.ښاغلی مجاهد زیاته کړې، چې په نوې اسلامی اردو کې به د پخوانی حکومت سرتېری په ځانګړی ډول هغه کسان چې فنی تجربه ولری شامل شی.په ورته وخت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمی هم له همدې شبکې سره په خبرو کې د اسلامی اردو په اړه لږ څه زیات جزیات وړاندې کړی ویلی یې دی، چې نوې اسلامی اردو به په نظامی تجهیزاتو او وسلې مجهزه وی.دغه راز نوموړی زیاته کړې، چې دغه اردو به اخلاقو، ایمان، صداقت، خپلواکۍ، رښتینولۍ او د هېواد او خلکو ستانې ته کلکه ژمنه وی.د دفاع وزارت ویاند د مخکنی حکومت د سرتېرو په اړه ویلی، چې د پخوانی پوځ ګڼ شمېر سرتېری اوس هم د دوی سره یو ځای کار کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید