روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ترکی پانګوال دې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړی

د افغانستان د اسلامی امارت د رئیس الوزرا اقتصادی او اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای او د سرې میاشتې له مشر سره کتلی دی.د اسلامی امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی وایی: په دغې لیدنه کې له افغانستان سره د ترکیې د بشری مرستو په اړه خبرې شوې دی.نوموړی زیاته کړې، چې په دغې لیدنه کې د ترکیې سفیر ډاډ ورکړ، چې له افغانستان سره به یې د یوه دوست او ورور هیواد په توګه بشری مرستې دوام ولری.د ترکیې سفیر ویلی، څو ورځو کې به ۷۵۰ ټنه مرستې، چې خوراکی توکی او درمل په کې دی او د ترکیې د ولسمشر په غوښتنه راټولې شوې، د ایران او ترکمنستان له لارې افغانستان ته راورسېږی او د افغان سرې میاشتې له خوا به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې په شفاف ډول و وېشل شی.
جهاد ارګینای په دغې لیدنه کې له اسلامی امارت څخه په ټینګار غوښتنه کړې، چې د دغو مرستو په ساتنه، لېږد او وېش کې ورسره مرسته وکړی.همدارنګه نوموړی ویلی، چې راتلونکې اوونۍ کې ترکیې د اریانا هوایی شرکت دوه او د کام ایر شرکت یوه الوتنه کېږی او دوی به د اتاترک له روغتون سره د یو اېن ډی پی په واسطه خپلې مرستې ډېرې کړی.په ورته وخت کې مولوی حنفی د ترکیې له مرستو د مننې تر څنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دغو مرستو په شفاف وېش کې به ورسره همکاری وکړی.د افغانستان د اسلامی امارت د رئیس الوزراء دویم مرستیال د ترکیې او افغانستان تر منځ د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی او په ورته وخت کې یې له ترکی پانګوالو غوښتی، چې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید