روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ترکیې له شانگهای سازمان سره د یو ځایوالی هڅې پیل کړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایی، چې هېواد یې د شانگهای همکاریو له سازمان سره د یو ځای کېدو لپاره لومړنی گامونه اخیستی دی. سږ کال د شانگهای همکاریو په سازمان کې د ایران عضویت ومنل شو او د بېلاروس د غړیتوب چارې هم پیل شوې، خو  افغانستان د ناظر غړیتوب لرلو سره د سمرقند له سرمشریزې غایب و. د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ م کال کې رامنځته شو، روسیه، چین، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان او هندوستان یې رسمی غړی دی. افغانستان، بېلاروس، ایران او منګولیا په دغه سازمان کې د ناظر دریځ لری او آذربایجان، ارمنستان، کمبودیا، ترکیه او سریلانکا یې همکاران دی. باید وویل شی، چې د افغانستان شپږ ګاونډی هېوادونه د یاد سازمان اصلی غړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید