روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ترکیې د کرنې له وزارت سره د غنمو د اصلاح شوی تخم مرسته وکړه

د ترکیې د بشردوستانه مرستو بنسټ (IHH) د غنمو د ۱۰۰ مټریک ټنو اصلاح شویو تخمونو مرسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته وسپاره.باختر آژانس ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمان راشد د یادو مرستو د سپارلو په مراسمو کې د ترکیې له مرستو قدردانی وکړه.هغه وویل: په دغو سختو شرایطو کې چې د ترکیې دوست هیواد د افغانستان له خلکو سره مرسته کوی، مننه کوو. اوس په افغانستان کې امنیت تامین شوی او د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو څخه غواړو ،چې د افغانستان له بزګرانو سره لا ډېرې مرستې او همکارۍ وکړی چې د خلکو ستونزې هوارې شی. راشد ډاډ ورکړ ،چې اوس د افغانستان اسلامی امارت له فساده پاک حکومت جوړ کړی او زیاته یې کړه: د افغانستان نږدې ۷۰ سلنه خلک کروندګر دی او هر هېواد او یا مرستندوی بنسټ ته چې د افغانستان له بزګرانو سره مرسته کوی، ډاډ ورکوو ،چې مرستې یې پر اړو خلکو وېشل کېږی. دغه راز په دغو مراسمو کې، د ترکیې د بشردوستانه مرستو بنسټ مسوول حسین اروج، هم د غنمو د اصلاح شوی تخمونو ارزښت ته په اشارې سره، د دغه بنسټ د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل: له ډېرو کلونو په افغانستان کې فعالیت کوو، په جګړه ځپلو سیمو کې مو له خلکو سره مرستې کړې دی او په راتلونکې کې هم دغه بهیر ته ادامه ورکوو. په کابل کې د ترکیې سفارت مرستیال سمېع ترکود، هم له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړ او د اسلامی امارت له چارواکو څخه یې وغوښتل ،چې مرستې اړو کسانو ته ورسوی.په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم او مالی او اداری مرستیال فضل‌باری‌ فضلی هم د ترکیې له مرستو مننه وکړه او له افغانستان سره یې د نړیوالې ټولنې د لا زیاتو مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید