د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ترکیې او قطر هغه کمپنۍ مشخصې کړې، چې ټاکل شوې ده د کابل د نړیوال هوایی ډګر د چارو د سمبالولو مسوولیت په غاړه واخلی.د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر له دوه ورځنی سفره له ستنېدو وروسته خبریالانو ته وویل: دا کمپنۍ به د یوې بلې سره او همدا راز له طالبانو(( اسلامی امارت)) سره خبرې وکړی.نوموړی ویلی: که مناسب شرایط په تېره بیا امنیتی شرایط برابر وو، دا کمپنۍ به د کابل هوایی ډګر د عملیاتی چارو پروسه پر مخ بوزی، خو د دغو کمپنیو نومونه یې څرګند نه کړل.له ډېرې مودې راهیسې قطر او ترکیه د افغانستان له اسلامی امارت سره د کابل هوایی ډګر د چارو د پرمخ بېولو په اړه په تماس کې دی.