روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ترکیه د حامد کرزی هوایی ډګر امنیتی مسوولیت په غاړه اخلی

د ترکیې حکومت له ناټو سره د ۱۳۰ میلیون ډالرو په بدل کې هوکړه کړې ،چې د حامد کرزی نړیوال هوایی ډګر امنیت وساتی.د حامد کرزی نړیوال هوایی ډګر د پلازمېنې کابل له زړه څخه ۱۶ کیلومتره لرې دی.دا هوایی ډګر د پوځی چارو لپاره هم کارول کېږی.د کابل د حامد کرزی هوایی ډګر د اریانا افغان هوایی شرکت، کام اییر، صافی اییروېز او نورو هوایی شرکتونو مرکز هم دی.ترکیې وروسته له دې د دغه هوایی ډګر د امنیتی چارو مسوولیت په غاړه واخیست ،چې مخکې په دې اړه شکونه وو، چې ترکیه به دا مسوولیت ومنی او که ونه منی.د امریکایی او ناټو ځواکونو د بشپړه وتلو لپاره د سپټمبر یوولسمه وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.تېره میاشت د افغانستان د ملکی هوایی چلن ادارې له ناټو څخه وغوښتل ،چې د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر بشپړ کنټرول وروسپاری.وېره ده ،چې له ناټو افغان ځواکونو ته د حامدکرزی هوایی ډګر د مسوولیتونو له سپارل کېدو وروسته به پر دغه هوایی ډګر د طالبانو بریدونه زیات شی. طالبانو له بهرنیانو سره هوکړه کړې ،چې د هغو پر مرکزونو به بریدونه نه کوی، خو کله چې بهرنی پوځیان له دغه هوایی ډګره ووځی، طالبان به پرې بریدونه پیل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید