روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ترکیه دې په سیمه کې له پارونکو کړنو لاس واخلی

امریکا وایی: ترکیه دې په سیمه کې له پارونکو کړنو لاس واخلی، او ارمنستان او آذربایجان دې د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړی.وروسته له هغه چې ترکیې د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ په جنجالی سیمه نګورنو قره‌باغ کې د جګړې پر مهال د آذربایجان ملاتړ وکړ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، ترکیې ته خبرداری ورکړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ دې لاسوهنه نه کوی.مایک پامپیو ویلی، ترکیه دې په سیمه کې له پارونکو کړنو ډډه وکړی او ارمنستان او آذربایجان دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړی.د پامپیو پر ونیا هېڅ ډول ستونزه د جګړو له لارې د هواری وړ نه ده او باید د خبرو مېز ته سره کینی.مایک پامپیو د خپلو خبرو پر دوام ویلی، له آذربایجان څخه د ترکیې ملاتړ ستونزه لا پېچلې کوی نو ښه به دا وی چې د سیمې د ثبات لپاره له پارونکو اقداماتو ډډه وشی او په ارامۍ ددې ستونزې لپاره حل لاره پیدا شی.ترکیې تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید