روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ترکمنستان له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې نوی تړونونه لاسلیکوی

د ترکمنستان د انرژۍ وزارت پلاوی د برېښنا رسونې پروژو په ځانګړی ډول د نورالجهاد سب سټېشن او ټاپ پروژې( پاکستان او افغانستان ته د ترکمنستان برېښنا د لېږد) پروژې د حقوقی او تخنیکی چارو د چټکتیا په موخه کابل ته راغلی دی. د افغانستان د برېښنا شرکت او د ترکمنستان د پلاوی ترمنځ ګډه غونډه پرون د برېښنا شرکت مرکزی دفتر کې پیل شوه. ددې غونډې په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومی اجرائیوی رئیس حافظ محمد امین وویل: ترکمنستان د برېښنا رسونې پروژو په برخه کې د برېښنا شرکت یو له ښو همکارو هېوادونو څخه دی او هیله مند یو چې د ګډې تګلارې په رامنځته کېدو سره د برېښنا رسونې پروژو په ځانګړی ډول د نورالجهاد سب سټېشن او ټاپ پروژې چارې چټکتیا ومومی. په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د انرژۍ د نړیوالو پروژو رئیس مراد آرتیکوف افغانستان ته د دوی د سفر اصلی موخه د برېښنا شرکت او ترکمنستان د انرژۍ وزارت ترمنځ د اړیکو ټینګښت یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې له برېښنا شرکت سره په نږدې همغږی او همکاری به د نورالجهاد سب سټېشن، ټاپ او اندخوی – کابل د انتقالی مزی چارې پرمخ بوزی. ټاکل شوې د افغانستان د برېښنا شرکت او د ترکمنستان د انرژۍ وزارت بېلابېلې ډلې د راتلونکو ورځو په لړکې د یادو پروژو د حقوقی او تخنیکی مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه وکړی او له هغې وروسته دواړه لوری نوی تړونونه لاسلیک کړی. په دې ناسته کې په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف هم حضور درلود. د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې ترکمنستان د برېښنا لګښت پیسو د ورکړې په اړه هم د افغانستان برېښنا شرکت له رهبرۍ څخه مننه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید