روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ترڅو چې په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو کار ونه شی، ښایی هېڅ سیستم هم د افغانانو اقتصادی ستونزې اوارې نه کړی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ ویلی، د افغانستان د اقتصادی ثبات لپاره اړتیا ده چې یو سیستم جوړ شی.نوموړی تیره اوونۍ په امریکا کې د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو په بنسټ کې ویلی: له افغانستان سره اوسنۍ مرستې ګرانې پریوځی.ویسټ دغه راز ټینګار کړی، چې له افغانستان سره دې بشری مرستې دوامداره وساتل شی.د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی همدارنګه ویلی، چې امریکا د تېر کال د اګست له پنځلسمې راهیسې له افغانستان سره ۱،۱ میلیارد ډالره مرسته کړې.خو د امریکا د ځانګړی استازی تازه څرګندونو ته په غبرګون کې د اسلامی امارت چارواکو بیا ویلی، که امریکایی لوری غواړی، په افغانستان کې اقتصادی ستونزې اوارې شی، باید ټول هغه بندیزونه لرې کړی چې له کبله یې ستونزې راپیدا شوی دی.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایی: د افغانستان د اقتصادی ستونزو د اواری په هدف یې ګامونه پورته کړی او لا هم هڅه کوی چې په دې برخه کې ځانګړی پلانونه پلی کړی.
د نوموړی په خبره، د اقتصادی ستونزو د له منځه وړلو لپاره یې په کرنه، د اوبو مدیریت او د کانونو پراستخراج فکر او کار کړی، ترڅو د هېواد اقتصادی ستونزې اوارې کړی.

(( د افغانستان د اقتصادی ودې لپاره چې هر څوک غږ پورته کوی، ښه خبره ده، خو موږ هم له تېر یو کال راهیسې په دې هڅه کې یو ،چې څنګه د افغانستان اقتصادی ستونزې اوارې کړو، ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شی. موږ یو لړ پروژې هم پیل کړی ،چې کېدلای شی خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شی او یو څه د افغانستان اقتصاد ته هم څه ورکړی.))که څه هم د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ د خپلو خبرو پر مهال ډېر وضاحت نه‌دی ورکړی، چې څه ډول نوی اقتصادی سیستم باید جوړ او پیاوړی کړای شی، خو د اقتصادی چارو شنونکی وایی،ترڅو چې په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو کار ونه شی، ښایی هېڅ سیستم هم د افغانانو اقتصادی ستونزې اوارې نه کړی.د اقتصادی چارو شنونکی عباد ناصری زیاتوی: اوسنۍ بشری او نړیوالې مرستې کولای شی د افغانانو لنډ مهالې ستونزې اوارې کړی، خو په خبره یې، په اوږد مهال کې باید نړیواله ټولنه او یو شمېر هېوادونه له افغانستان سره مرسته وکړی، ترڅو له اقتصادی کړکېچونو راوځی.

((د افغانستان اقتصادی ستونزې او بحرانونه په مرستو نه حل کېږی، که د دې لپاره هر څومره مرستې وشی، بیا به هم ستونزې وی، ترڅو چې په دې برخه کې بنسټیز ګامونه پورته نه شی. بنسټیز ګامونه دا دی، چې خلکو ته کار زمینه برابره شی، ځینې لویې لویې پروژې پلې شی.))

ټام ویسټ په داسې حال کې له افغانستان سره پر مرستو ټینګار کوی چې څه موده وړاندې امریکا له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.د افغانستان اقتصادی ستونزو د اواری په هدف داسې مهال راپورونه ورکول کېږی ،چې د ملګرو ملتونو د سیاسی استازولۍ یا یوناما سرپرست مارکس پوټزل د تېرې سه‌شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته وویل، نړیوال سازمانونه او هېوادونه په ژمی کې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۶۱۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید