د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ارګ، کابل: وحشی تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام وړمه ورځ له غرمه مخکېنی خبریال او د مالیې وزارت د مطبوعاتو آمر نعمت الله روان په کندهار ښار کې په تروریستی برید کې شهید کړ.
جمهوررییس د یاد تروریستی برید د غندلو پر مهال وویل: تروریستان د دغسې وحشتونو په ترسره کولو سره د بیان آزادی او د خلکو رسا غږ نه شی غلی کولی او نه به هم د هېواد پر روښانه راتلونکی زموږ د هېوادوالو ټینګ باور کمزوری کړی.د طالبانو ډله باید دا درک کړی، چې د ولس پر وړاندې د جګړې دوام او تاوتریخوالی اسلامی، انسانی او معقوله حللاره نه ده، بلکې دا د وضعیت د لا پېچلتیا او د سولې برابر شوی فرصت د ضایع کېدو لامل کېدای شی.جمهوررییس اړوندو مسوولینو ته د دغه تروریستی برید د هراړخیزې څېړنې او عاملینو ته د مجازاتو د لارښوونې ترڅنګ، د شهید نعمت الله روان کورنۍ، همکارانو او د مطبوعاتو لویې کورنۍ ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوی او هغه ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوی.