روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تحلیل کوونکی: لوېدیځ هڅه کوی د ملی مذاکراتو په نامه خپلې لاسپوڅې څېرې د افغانستان په حکومت کې ځای پرځای کړی 

د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د ګڼ شمېر لوېدیځو هېوادونو ځانګړو استازو په غونډه کې ټینګار کړی،چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره باید ملی مذاکرات پیل او ټولشموله حکومت دې رامنځ ته شی،خو د سیاسی چارو کارپوهان د لوېدیځ دغه وړاندیز د افغانانو پر ګټه نه بولی او وایی: دوی هڅه کوی،چې د ټول شموله حکومت او ملی مذاکراتو په نامه ځان ته نږدې او باوری څیرې چې اوس له افغانستانه وتلی دی،د افغانستان دولت کې بېرته شاملې کړی.دوی وایی: د دې لپاره چې د لوېدیځو هېوادونو د دغې دسیسې مخه ونیول شی، د لویې جرګې پر رابللو ټینګار کوی.د سیاسی چارو تحلیل کوونکی سید بلال فاطمی وایی:(( کوم  وړاندیز،چې غربیان کوی،هغه  د منلو وړ نه دی، ځکه هغوی هڅه کوی،چې خپل لاسپوڅی په حکومت کې ځای پرځای کړی. د دې لپاره یوه لار داده،چې باید لویه جرګه راوبلل شی.)) ځینې بیا وایی: د نړیوالو د دغو خبرو موخه داده،چې داسې حکومت دې رامنځ ته شی،چې ټولې پرګنې پکې ځای ولری، د ولس له مشروعیته برخمن وی او اساسی قانون دې هم ولری. د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وایی: (( د دې مطلب د ملی سیاسی اجماع په نتیجه کې حکومت رامنځ ته کول دی،په دې مانا چې په حکومت کې ټول افغان قشرونه، قومونه او مذاهب باید شامل وی، بله په دولتونو کې د ملی مشروعیت مسئله ده،په دې مانا چې ملت تاسو ومنی، د ملت د منلو لپاره په افغانستان کې لویې جرګې رابلل شوی دی.)) اسلامی امارت بیا له وړاندې اعلان کړی ،چې ټول هغه پخوانی افغان سیاسیون او چارواکی چې اوس له هېواده بهر دی کولی شی،خپلو کورونو ته راستانه شی، امنیت به یې خوندی وی،خو په حکومت کې ورته ځای نه شی ورکولی او نه هم په دې برخه کې د چا غوښتنې منی.

ممکن است شما دوست داشته باشید