روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تاریخی سیمو ته پاملرنه د افغانانو  ګډ مسوولیت دی

په دې ورځو کې په رسنیو کې د جام منار او د جام څلی نوم ډېر اورېدل کېږی، علت یې د هغو خطرونو زیاتوالی دی، چې د وروستیو سلاوونو له امله دغه تاریخی څلی ته متوجه دی  ډېر هېوادوال مو د دې تاریخی څلی له ارزښت او تاریخی مخینې څخه پوره خبرتیا نه لری، غواړم چې لنډه کتنه ورته وکړم :په یونسکو کې لرغون پوهان د جام څلی د نړۍ له پخوانیو منارونو څخه یادوی. دغه منار چې د هندوستان له قطب منار وروسته د نړۍ دوهم ستر څلی ګڼل کېږی د افغانستان د غور ولایت د شهرک له ولسوالۍ څخه د ۶۲ کیلو مترو په اوږدوالی کې د جام ( هغه سمه چې د جام سېند له جنوب څخه شمال ته د هرېرود په طرف په کې بهیږی ) په قربه کې د ۶۳ مترو لوړوالی په لرلو سره د بحر له سطحې ۱۹۰۰ متره پورته د غرونو په منځ کې موقعیت لری. د دغه تاریخی څلی سور ( قطر ) د مځکې په سطحه اتو مترو ته رسېږی او د دوو مترو په لوړوالی سره دوې کوچنۍ کړکۍ له لارې د پورته تګ کوچنۍ لاره لری. اټکل کېږی چې د دغه منار په جوړښت کې به له ۱۲ زرو پخو خښتو

څخه استفاده  شوې وی.

ډېر لرغون پوهان په دې عقیده دی چې په هندوستان کې د نړۍ ترټولو لوړ څلی (( قطب منار )) د جام له څلی څخه په الهام اخیستنې د ۱۳ مې میلادی پېړۍ په پیل کې د ۷۳ مترو لوړوالی په لرلو سره د قطب الدین ایبک (( د غوری پادشاهانو ترکی غلام و، چې وروسته د هندوستان د شمالی سیمو لومړی مسلمان پاچا شو)) په سپارښتنه جوړ شوی دی.

د یونسکو د اسنادو او شواهدو په بناً دغه عظیم څلی په ۱۱۹۴ میلادی کال د غوریانو د سلسلې د مقتدر واکمن سلطان غیاث الدین غوری په زمانه کې جوړ شوی دی. د افغانستان له تاریخی ارزښتونو څخه د ساتنې د اتحادیې په نشریه کې ذکر شوی چې د دغه څلی د جوړوونکی نوم (عل) دی، چې د منار په دوه ځایونو کې د (علی بن…) په شکل لیدل کېږی، همدارنګه د سلطان غیاث الدین نوم هم د منار په لاندېنیو برخو کې له ورایه لیدل کېږی.

د لرغون پېژندنې کارپوهان په دې آند دی ، چې نه یوازې د دغه منار ارزښت او اهمیت د ده تر ښکلا پورې منحصر دی، بلکې دا د غوریانو د عظیمې امپراتورۍ د ورکو او ناویل شویو اسرارو او رمزونو کلی ګڼل کېدلی شی.

له اسلامی کلتور سره یې اړکه: د اسلامی فرهنګ او ارزښتنو یوه لویه نښه چې تر دې مهاله له تاریخ او اوسنیو اسلامی ارزښتونو نمایندګی کوی هغه مناریه بلل کېږی. مناریه په اوس وخت کې په جوماتونو او په تېرو وختونو کې د نظامی اهدافو په موخه د استفادې وړ سمبول و او له منارې څخه به د کاروانونو له لارې د امنیت د نښې په توګه هم استفاده کېده، همدارنګه منارونه به لویو پادشاهانو او امپراتورانو د عظمت په توګه هم جوړول.

د مثال په توګه یو شمېر محققین په دې اند دی ، چې د جام څلی د فېروز کوه د جومات ترڅنګ په هغه وخت کې ورغول شو، چې دغه منار د هغه وخت د جومات مناریه بلل کېده، خو یو شمېر نور په دې معتقد دی، چې د جام څلی د غوری سلاطینو د جلال او عظمت په موخه جوړ شوی دی.

د جام پر څلی لیکنې: د جام څلی د اتو ضلعو لرونکى دی، چې هرې ضلعې یې دیوې صفحې حیثیت غوره کړ،چې په ښکلې خطاطۍ پرې ځینې لیکنې ترسره شوی. د بېلګې په ډول د منار په لاندینو ضلعو کې اوږدې لیکنې، چې تر ډېره قرانی آیتونه دی، د مریم له سوره څخه (۳۱، ۴۳، ۵۴، ۷۷، او ۹۲) ایاتونه انتخاب شوی او په مدور شکل سره کاشی کاری شوی ، چې په مجموعی توګه (۹۷۶) جملې کېږی.

په لومړۍ ضلعه له پورته څخه ښکته خواته د شهادت مبارکه کلیمه په دوهمې ضلعې قرآنی آیت  او په درېیمه ضلعه کې د وخت د حاکم نوم په کوفی خط (السلطان المعظم غیاث الدنا والدن ابوالفتح محمد بن سام) لیکل شوی دی.د منار د لاندنۍ برخې لیکنې تر ډېره له منځه تللې او ځینی کلمات یې لوستل کېږی، چې د حروفو
یوځا یوالى یې په ښکلی کوفی خط ترسره او د لیکنې بڼه یې راوتلې (برجسته) ډیزان شو.

د نړۍ په فرهنګی آثارو کې د جام د څلی ثبتېدل:

د ۲۰۰۲ میلادی کال د جون په ۲۷ مه نېټه د مجارستان هېواد د بوداپست په ښار کې د یونسکو د علمی، فرهنګی او هنری برخې له لورى په یوې تاریخی غونډه کې د نړۍ د آتو نورو تاریخی اثارو تر څنګ  د (جام څلی) د نړۍ د فرهنګی اثارو د میراث په حیث ثبت او په دغه ښکلی فهرست کې زموږ د هېواد نوم د جام د منار ترڅنګ ولیکل شو. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله ۷۳۰ د نړۍ مهم فرهنګی او طبیعی آثار د تاریخی بناوو په حیث ثبت شوی دی.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د سترو تمدنونو د تقاطع مرکز پاتې شو او د لرغون پېژندنې د پوهانو په وړاندې د قیمتی خزانو حیثیت لری.

هغه خطرونه چې دغه څلی ته متوجه دی :یو له هغو عواملو څخه چې دغه منار یې له خطر سره مخ کړی، د سیند په څنډه د منار موقعیت ګڼلی شو، همدارنګه د سلګونو کلونو په تېرېدو سره د هریرود سیند جنوبی طرف خپلې ساحلی برخې له لاسه ورکړې چې له امله یې دغه ارزښتمن څلی له تهدید سره مخ کړی دی. واضح خبره ده چې هر کال د بارانونو او سیلاوونو په راوتلو سره دغه خطر څو برابره لوړېږی.

هغه لومړنۍ سروې چې د دغه منار د بقا لپاره په ۱۹۷۱ میلادی کال کې ترسره شوې د هغې د نتایجو له مخې دغه څلی د هریرود په طرف (شمال برخې ) ۲ درجې تمایل پیدا کړ، برابره خبره ده چې د ۵۰ کلونو په تېرېدو سره به اوس دغې اندازې لا نور
هم تغییر کړی وی.   

 مآخذونه :  د بېلابېلو لیکوالانو د لیکنو ژباړل شوی نچوړ         حجت الله ظهر

ممکن است شما دوست داشته باشید