روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تاجکستان او قرغزستان بیا د وروستیو نښتو ملامتی یو پر بل واچوله

 تاجکستان او قرغزستان یو وار بیا د پولې په اوږدو کې د وروستیو خونړیو نښتو ملامتی پر یوه او بل واچوله. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین وړمه ورځ د ملګرو ملتونو عمومی غونډې ته په وینا کې د قرغزستان د ولسمشر صدر جباروف د څرګندونو په باب خبرې وکړې.مهرالدین د تاجکستان پخوانۍ ادعا بیا تکرار کړه، هغه دا چې قرغزستان د اوربند له موافقې سرغړونه کړې ده،خو قرغزستان ویلی،چې له دې موافقې سره سم یې عمل کړی دی. د قرغزستان ولسمشر تېره سې شنبې د ملګرو ملتونو عمومی غونډې ته په خبرو کې پر تاجکستان تور ولګاوه، چې د یوه او بل مځکنۍ بشپړتیا ته د درناوی له تړونونو سرغړونه کړې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وروستیو نښتو له کبله لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید