د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
تقلید یعنې څه؟ بې ځایه تقلید کوم زیانونه لری؟ د بې ځایه تقلید په اړه اسلام څه وایی؟ او په پټو سترګو تقلید د چا کار دی؟
تقلید عربی کلمه ده، چې له قلاده څخه ( هغه پړی، چې د حیواناتو په غاړه کې وی ) اخیستل شوې. په یو چا پسې تګ او غاړکۍ ته هم ویل کېږی. هر انسان ځانګړى پیدا شوى، یعنې ځانګړې څېره او خواص لری. الله (ج) په دې ښه پوهېږی، چې چاته څه ډول څېره او په څه شی کې څومره وړتیا ورکړی، هر څوک په خپله څېره کې ښکلی دی. له همدې امله هېڅ اړتیا نه شته چې احمد، ځان د محمود په څېر او محمود، ځان د احمد په څېر کړی. احمد په خپل احمد والی کې او محمود په خپل محمود والی کې ډېر ښکلى دى.
لکه د ( طا ) حرف آواز هغه وخت سم دی، چې له خپل مخرج څخه ادا شی نه دا چې د ( ت ) له مخرجه اداشی. یعنې هر څه په خپل ځای سم دی لکه شاعر چې وایی :
جهان چو خط و خال، چشم و آبروست
که هر چیز به جای خویش نیکوست
ډاکټر جیمز ګودان ګلیکی وایی: (( ته د مخلوقاتو په منځ کې یو جلا شخصیت یې. هېڅوک ستا په څېر نه دی او تا کله هم فکر نه دی کړی چې الله (ج) خپل مخلوقات له یو بل نه په متمایزه او جلا توګه پیدا کړی دی.))
انګور بارتری وایی: (( هېڅوک له هغه چا نه بېوزله نه دی، چې غواړی پر ته له ځان، وجود او تفکر نه یې وی.))
هر څوک ځان خپلې ځانګړنې، استعدادونه او وړتیاوې لری. هېڅوک باید د بل په شخصیت کې خپل شخصیت له لاسه ور نه کړی. ته په یو خاص روش او محبت پیدا شوى یې چې یو ځانګړى کار او وړتیا له ځانه وښیې. لکه څنګه چې وایی: په خپله هڅه وکړه او په دې پوه شه چې څه کوې.
ټول پیغمبران د یوه هدف لپاره چې هغه د یوه الله (ج) عبادت کولو ته د خلکو رابلل دی رالېږل شوی، خو په مختلفو ځایونو کې د مختلفو قومونو لپاره او له بېلابېلو لارو آزمایل شوی.الله (ج) په قرآنکریم کې موږ له بې ځایه تقلید څخه منع کړی یو. الله (ج)د بقرې سورې په ۱۴۹ تم آیت کې فرمایی: ژباړه: (( هر چاته یوه لاره ده، چې هغه ته مخه کوی، نو په نیکی کې له یو بل نه مخکې شئ.))
هر څوک باید پوه شی ،چې چېرته او په کومو شرایطو ژوند وکړی. هر څوک د یو ځانګړی کلتور او طریقې خاوند دی. الله ( ج ) هر انسان له یوه ځانګړی صفت سره پیدا کړی. هېڅکله تور، سپین او سپین تور کېدای نه شی؛ ځکه دا دواړه مختلف رنګونه دی او هر یو په خپل ځای ښه ښکاری. حتی د باران څاڅکی، چې کله مځکې ته راځی له یو بله توپیر لری. څه اړتیا ده ،چې موږ خپل اصلیت هېر کړو او له بل چا نه بې ځایه تقلید وکړو؟
هر څوک باید خپل شخصیت په خپله جوړ کړی او دا دې نه هېروی چې څوک دی.
مقلد انسان په خپل ځان باور نه لری، ځکه دوی له نورو تقلید کوی. دوی خپلې وړتیاوې نه وینی، له خپلو وړتیاوو ګټه نه شی اخیستلی. مقلد انسانان داسې دی لکه د بګۍ ( د ګاډۍ آسان )یواځې هغه لاره وینی چې صاحب یا چلوونکى یې ورته ښیی.
د پایلې په توګه دا ویلى شو، چې بې ځایه تقلید د انسان اصلیت له منځه وړی او د پرمختګ خنډ ګرځی، استعدادونه پټ پاتې کېږی او په ځینو اشخاصو کې د روحی ناروغۍ لامل ګرځی او په ځان د باور د له منځه تلو سبب یې ګرځی.
فریده (( ناصری ))