روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بې حجابی که بد حجابی ؟

رحمت الله فیضان

گرانو لوستونکو یوه ټکی ته مو پام را اړوم، چې زموږ مبارزه،قربانۍ او د ولس ملاتړ د دوو سترو هدفونه لپاره وو :

۱- د اسلامی نظام قیام

۲- د هېواد استقلالیت

موږ د خپلې مبارزې دوهم  هدف چې عبارت دی د هېواد له استقلال څخه کامل تر لاسه کړی اشغالګر په ګونډو شول او مزدوران یې لاس تر زنې  حیران ورته کېناستل ، نن ورځ طالب د نړۍ ستر سُپر طاقت دی که یې څوک منی که یې نه منی ، نن زموږ مشران په نړیوالو کنفرانسونو کې له هسکو شملو سره په جګو سترګو ولاړ وی ، هیچا ته یې سر او سترګې  نه دی ټیټی  کړې، که یې څوک په رسمیت پېژنی که یې نه پېژنی مهمه نه ده !

د حدودو  او قصاص قیام، د ولس تر منځ عدالت ، د ولس لپاره مصئونیت او د ټولنې د وګړو فکری اصلاح د اسلامی  نظام اساسی  برخې دی، بدبختانه  نه تر اوسه اساسی قانون تدوین شوی،نه حدود قایم شوی، نه قصاص قایم شوی،  نه د ټولنې د فکری اصلاح په برخه کې رغنده ګامونه اخیستل شوی او نه هم د کامل مصئونیت د را منځته کېدو  په موخه له  اختطافچیانو سره روڼ حساب کتاب شوی،  نه تر اوسه د مسلمان او کافر له لوری په رسمیت پېژندل شوی یوو، مشران لگیا دی په نړیوالو عامه افکارو کار کوی،له دې ټولو ستونزو سره سره بیاهم زموږ یو شمېر ملګری د ښځو په پلونو پورې نښتی،د اصلاحی فکر پر ځای د افراطیت زګنالونه خپروی  .

ملګرو ! دا یاد ساتئ ،چې د یوې ټولنې حاکمان نه وی اصلاح شوی او  ټولنه په فکری لحاظ نه وی اصلاح  شوی ، نه به په رعیت کې اصلاح را منځته شی او نه به د خلکو  د څیرو ظاهری اصلاح  ګټه ولری .

زموږ نظام د یو اسلامی او خپلواک نظام په توګه  مېرمنو ته په دغو برخو کې کاری  اړتیا  لری دا د مېرمنو اړتیا نه،بلکې د نظام اړتیا ده: د دعوت او ارشاد ، تعلیم او تربیې ، لوړو زده کړو، پولیسو، حقوقی، طبابت،دینی زده کړو او د لاسی صنایعو په برخو کې .

دا هم باید یاد ولرو،چې حجاب نه یوازې په اسلام بلکې په اوسنی تحریف شوی مسیحیت او یهودیت کې هم فرض دی او په دې برخه  کې د ټولو توحید ادیانو اجماع ده او هېڅ د بحث ځای په کې نه شته .

موږ د افغانستان په تاریخ کې هم  له اسلام وړاندې چې شرقی برخو یې له هندوزم او بودایزمه پیروی کوله غربی څنډو یې له زردشتی دینه پیروی کوله د تاریخی شواهدو پر بنا هېڅکله بې حجابی په کې نه ده لیدل کېده،همدا راز  له اسلام وروسته یې هم د بی حجابۍ شواهد نه شته ، افغانان له اسلام وړاندې او وروسته محجب وو او حجاب یې  د کلتورحساسه برخه  وه، ځینې بد حجابیانې پخوا هم وې اوس هم کمې کمې تر ستګرو کېږی ، زه د بې حجابۍ او بد حجابۍ تر منځ پر توپیر قایل یم ، موږ باید د بد حجابۍ پر ضد د اجباری مبارزې پر ځای فکری مبارزه وکړو او په دې مبارزه کې موږ هله بریالی کېدای شو،چې مېرمنې په اسلامی فکر وروزو او دعوتی خویندې له ځان سره  ولرو ، له دې پرته به هغه د پخوا په څیر آش او کاسه وی ، موږ به له خپلو مېرمنو سره لاس او ګرېوان یوږ ګاونډیان  او نړیوال به چکچکې راته کوی .

 

ممکن است شما دوست داشته باشید